Account

Posts of ستـــوري د آدٙبْ،په آسْمان کې

newest first

#18686Text
Views128−37%vs avg
Forwards—
Reactions11
Comments—
#18684Text

سرګرداني یی جوړه کړې🤕😒 1 عنایت - خیانت 2 حقبین - خټین 3 عاجز - عاجل 4 حیران - خیرن 5 وږمه - مېږه 6 فواد - مواد 7 خالص - خبیث 8 اتل - بوتل 9 عیان - غوایان 10 محبت - مصیبت 11 جواد - جوار 12 شینکۍ - کشتۍ 13 عاشقه - بوشکه 14 مالِکه - مالګه 15 هدیه - هندواڼه 16 ښاپیرۍ - بخارۍ 17 خانجان - بانجان 18 مزمل - مزایل 19 نور اغا - توره غوا 20 جمال ـ دجال 21 درویش - دیرش 22 همدرد - غم درد 23 حنظله ـ خځله 24 ګودر - برګر 25 سباوون ـ صابون 26 یونس - پتنوس 27 نبیل - تنبل 28 دلبر - بیلر 29 بلال - بلول 30 تميم ـ تیمُم 31 جبار ـ نجار 32 باغچه ـ بيلچه 33 جلال الدین - جلال اباد 34 پردیس - ګریس 35 ریس - ریوس 36 یوسف - یونسیف 37 پامیر ـ پمپر 38 معشوقه - قوشتېپه 39 جغفر - جمپر 40 حسام - حمام 41 سيد غلام ـ ستر ګودام 42 جلال ـ جنجال 43 مسلم ـ واسلین 44 مبین - موبلین 45 فضل - ډیزل 46 ګل قند ـ ګوسفند 47 قدوس - کنجوس 48 سپوږمۍ - سپګۍ 49 شیخ ګلاب - سیخ کباب 50 فیاض ګل - پیاز ګل 51 سکندر - خوسندر 52 شازیه - شنه وزه 53 خنجر - پنچر 54 آسیه - آسپه 55 سیلۍ - شپیلۍ 56 عزیز - خنډیز 57 متوکل - مشکیل 58 خټک - څټک 59 سپینه - پسینه 60 سلګۍ - خوسکۍ 61 نتکۍ - لکۍ 62 حاجی ایوب - جاجی اریوب 63 ارباب - رباب 64 لاونګین - لرګین 65 سکون - شکوڼ 66 مریم- مـوټـربــم 67 سمیره - سمسیره 68 عایشه - غوماشه 69 اجمل - کجنل 70 کبیر - کفګیر 71 سلمان - سامان 72 بسمل - بِسیم 73 کجل - کنځل 74 شینواری - شین وری 75 مشفق - منافق 76 روبینا - لوبیا 77 صادق - صندوق 78 شاکر - شاګرد 79 فیصل - سایکل 80 ګلرنګ - ګمرک 81 شهسوار - نسوار 82 صافی - صرافی 83 شبنم - شلغم 84 ملالۍ - مولۍ 85 خاکسار - سنګسار 86 شرافت - شربت 87 روښان - اوښان 89 منېر - پنېر 90 مسعود - مفسد 91 اقبال - بنګال 92 حبیب - جیب 93 ګربز - ګردیز 94 اباسین - واکسین 95 انتظار - انفجار 96 تاج - چاود 97 صابر - صادر 98 خاطر - خطر 99 سلطان - شیطان 100 همکار - خـونکار 101 شګوفه - شینکوفه 102 دلسوز - دله دووس 103 فرید - فریاد 104 چکري - چرګې 105 ارماني - ارمونی 106 امان - المان 107 خوشحال - شغال

Open in Telegram
Views176−14%vs avg
Forwards—
Reactions12
Comments—
#18681Text
Views191−6%vs avg
Forwards—
Reactions12
Comments—
#18677Text

يو سپين ږيرى په شپېته کلنۍ کي د پوهنتون د وخت له معشوقې سره مخامخ سو. معشوقه يې هم ډېره بوډۍ سوې وه؛ خو بيایې هم يو بل سره وپېژندل. تر خبرو-اترو وروسته پوه سول چي سړى کونډ او ښځه کونډه ده. سپين ږيري له وخت څخه په استفاده، خپلي سپين سرې معشوقې ته د واده وړانديز وکړ. معشوقه يې يو څو دقيقې غلې وه؛ بيا يې د سپين ږيري وړانديز قبول کړ. دوې ورځي وروسته، سپين ږيري څخه له ياده وتلي وه چي هغې زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى يې و؟ غريب پر حافظې ډېر زور راوست؛ خو ذهن ته يې څه را نغلل. بلاخره سپين ږيري خپلي سپين سري معشوقې ته زنګ و واهه، په کړوپه خوله يې ورته وويل: _ وبخښه، ما تاته د واده وړانديز کړى و، خو اوس مي له ياده وتلي چي تا زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى دي و؟ سپين سري معشوقې يې په خندا وويل: _ هو، منلى مي و او ښه دی چي زنګ دي وواهه؛ ځکه چي زه دا دوې ورځي په دې فکر کي وم چي دا د واده وړانديز ماته چا کړى و!!! 🤔😛 @inamullhaq مومند صیب ښه دی چې تا په هغه ځواني کې وړاندیز وکړ کنې ستا به هم همدا حال وای😁😁

Open in Telegram
Views302+48%vs avg
Forwards—
Reactions11
Comments—
#18676Text
Views326+60%vs avg
Forwards—
Reactions15
Comments—
#18674Photo
Views664+226%vs avg
Forwards—
Reactions7
Comments—
#18673Text

بیا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يمه او ستا د لاس دسمال وي له مرۍ به يې تاوومه سبايي کې راچولی به يې ماته لوی جنجال وي بيا به واورې وشي، بیا به ژمی راشي زه به بيا پکې سړی جوړ کړم يوازې يو سلفي به ورسره په مُسکا واخلم ځان سره به وايم، ورکې دوکه بازې! بيا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يم، د کوټې څلور دېواله نه به زنګ درته کوی شم نه مسيج او خپل وجود ته به لګيا يم( رب دې واله) بيا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي شنۀ لوګي به پورته کېږي له کورونو د کابل د غرۀ لمنې به خيشتې وي خوله به بيا وي ښخه کړې بارانونو بيا به واورې وشي، بيا چې ژمی راشي شبو! ته به مې له زړه نه وې چاپېره هر ساعت به لکه کال راباندې تېر شې په وجود به مې دردونه وي بېشمېره بیا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يمه او ستا د لاس دسمال وي له مرۍ به يې تاوومه سبايي کې راچولی به يې ماته لوی جنجال وي ډاډ په پښتو ادب کی می اوږده نظمونه خوښیگی او تاسی څنگه؟

Open in Telegram
Views760+273%vs avg
Forwards—
Reactions11
Comments—
#18671Text
Views682+235%vs avg
Forwards—
Reactions8
Comments—