تا وې لور مې تاته شوې ده ګلابه! خوب مې وليدو پرون شپه ماو تا وو بيا هغۀ د پوهنتون وخت وي او ته يې مګر دا حالت له هغې څه بدل وي ماته نه ګورې، له ځان سره خپه يې راته وايې ښه پويېږم بد مې کړي خو واده مې هم د زړۀ په خوښه ندی څه به وکړمه؟ همدا به مې قسمت و نو کفن خو څۀ د مړۀ په خوښه ندی ما وې پرېده دا خبرې، اوس خو ښه يې؟ ته مُسکۍ شوې وېل دې ښه يمه ډاډيه! بيا دې ټنډه شوله ګونځې مخ دې تاو کړ راته ودې وې، زه ځمه لېونيه!! ما وې ځه خو پۀ خبره مې لږ پوی کۀ! تا وې لور مې تاته شوې ده ګلابه! زړه مې وسوزېدۀ سترګې مې شوې ډکې تۀ همدا رقم نـور لاړې بې ځوابه چې را پورته شومه ټول خوَلې خوَلې وم شبو! څنګه به يې څه به در تېرېږي؟ دومره ده يوه خبره ښه ښکاره ده زما سترګې به دې ښې ډېرې يادېږي خوب مې وليدو پرون شپه ماو تا وو بيا هغۀ د پوهنتون وخت وي او ته يې مګر دا حالت له هغې څه بدل وي ماته نه ګورې، له ځان سره خپه يې
Open in Telegram
ستـــوري د آدٙبْ،په آسْمان کې
که زمــــا په دعــاګانـــو چېرته کېږي پـښـتـــانه دي لکه ستــــوري د آسمان شي نشرات پــښـتـــو شــعــرونــه غزل لنــډي کـيسې غــوره وينـاوي ټپې غوره ليکني تبادله @jananmasror @inamullhaq @ghazalnight 👈دوهم چینل
Average views per post by day
By publication day
Show as table
| Date | Avg views per post |
|---|---|
| Nov 17, 2026 | 326 |
| Nov 19, 2026 | 302 |
| Nov 21, 2026 | 211 |
| Nov 23, 2026 | 191 |
| Nov 24, 2026 | 167 |
| Nov 25, 2026 | 128 |
Most viewed this month
- 01Views326Forwards—Reactions15Comments—
- 02Views302Forwards—Reactions11Comments—
- 03Views215Forwards—Reactions9Comments—
- 04Views207Forwards—Reactions8Comments—
Latest posts
سرګرداني یی جوړه کړې🤕😒 1 عنایت - خیانت 2 حقبین - خټین 3 عاجز - عاجل 4 حیران - خیرن 5 وږمه - مېږه 6 فواد - مواد 7 خالص - خبیث 8 اتل - بوتل 9 عیان - غوایان 10 محبت - مصیبت 11 جواد - جوار 12 شینکۍ - کشتۍ 13 عاشقه - بوشکه 14 مالِکه - مالګه 15 هدیه - هندواڼه 16 ښاپیرۍ - بخارۍ 17 خانجان - بانجان 18 مزمل - مزایل 19 نور اغا - توره غوا 20 جمال ـ دجال 21 درویش - دیرش 22 همدرد - غم درد 23 حنظله ـ خځله 24 ګودر - برګر 25 سباوون ـ صابون 26 یونس - پتنوس 27 نبیل - تنبل 28 دلبر - بیلر 29 بلال - بلول 30 تميم ـ تیمُم 31 جبار ـ نجار 32 باغچه ـ بيلچه 33 جلال الدین - جلال اباد 34 پردیس - ګریس 35 ریس - ریوس 36 یوسف - یونسیف 37 پامیر ـ پمپر 38 معشوقه - قوشتېپه 39 جغفر - جمپر 40 حسام - حمام 41 سيد غلام ـ ستر ګودام 42 جلال ـ جنجال 43 مسلم ـ واسلین 44 مبین - موبلین 45 فضل - ډیزل 46 ګل قند ـ ګوسفند 47 قدوس - کنجوس 48 سپوږمۍ - سپګۍ 49 شیخ ګلاب - سیخ کباب 50 فیاض ګل - پیاز ګل 51 سکندر - خوسندر 52 شازیه - شنه وزه 53 خنجر - پنچر 54 آسیه - آسپه 55 سیلۍ - شپیلۍ 56 عزیز - خنډیز 57 متوکل - مشکیل 58 خټک - څټک 59 سپینه - پسینه 60 سلګۍ - خوسکۍ 61 نتکۍ - لکۍ 62 حاجی ایوب - جاجی اریوب 63 ارباب - رباب 64 لاونګین - لرګین 65 سکون - شکوڼ 66 مریم- مـوټـربــم 67 سمیره - سمسیره 68 عایشه - غوماشه 69 اجمل - کجنل 70 کبیر - کفګیر 71 سلمان - سامان 72 بسمل - بِسیم 73 کجل - کنځل 74 شینواری - شین وری 75 مشفق - منافق 76 روبینا - لوبیا 77 صادق - صندوق 78 شاکر - شاګرد 79 فیصل - سایکل 80 ګلرنګ - ګمرک 81 شهسوار - نسوار 82 صافی - صرافی 83 شبنم - شلغم 84 ملالۍ - مولۍ 85 خاکسار - سنګسار 86 شرافت - شربت 87 روښان - اوښان 89 منېر - پنېر 90 مسعود - مفسد 91 اقبال - بنګال 92 حبیب - جیب 93 ګربز - ګردیز 94 اباسین - واکسین 95 انتظار - انفجار 96 تاج - چاود 97 صابر - صادر 98 خاطر - خطر 99 سلطان - شیطان 100 همکار - خـونکار 101 شګوفه - شینکوفه 102 دلسوز - دله دووس 103 فرید - فریاد 104 چکري - چرګې 105 ارماني - ارمونی 106 امان - المان 107 خوشحال - شغال
Open in Telegramنر ژاړي خو کله؟ نر ژاړي کله یې چې مور مړه شي. نر ژاړي کله یې چې معشوقه پریږدي او د ده د سترګو په وړاندې بل چا ته ودیږي. نر ژاړي کله چې د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره نه کړي. نر ژاړي کله یې چې کوچنی اولاد مرګونی ناروغ وي. نر ژاړي کله چې لور له واده وروسته خپل کور نه رخصتوي. نر ژاړي کله چې د خپلې مېرمنې واړه واړه خواهشات د غربت له امله نشي پوره کولی. نر ژاړي خو د نرانو اوښکې له سترګو په اننګیو نه راځي او نه یې اوښکې څوک ویني. د هغوی زړونه ژاړي او اوښکې یې پر زړه ور توییږي، چې اثر یې د تندي له ګونځو، د وېښتو له سپین والي او د لاسونو له لړزېدلو معلومیږي. #ژباړه
Open in Telegram هر چه دورتر می شوی من؛ عاشق تر میشوم! و هر چه نزدیک تر می آیی بی تاب تر می شوم! گویی عاشق که باشی دور یا نزدیک فرقی ندارد حتی اندک یاد تو کافیست برای بی تاب بودن... @storipalamanki
Open in Telegramيو سپين ږيرى په شپېته کلنۍ کي د پوهنتون د وخت له معشوقې سره مخامخ سو. معشوقه يې هم ډېره بوډۍ سوې وه؛ خو بيایې هم يو بل سره وپېژندل. تر خبرو-اترو وروسته پوه سول چي سړى کونډ او ښځه کونډه ده. سپين ږيري له وخت څخه په استفاده، خپلي سپين سرې معشوقې ته د واده وړانديز وکړ. معشوقه يې يو څو دقيقې غلې وه؛ بيا يې د سپين ږيري وړانديز قبول کړ. دوې ورځي وروسته، سپين ږيري څخه له ياده وتلي وه چي هغې زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى يې و؟ غريب پر حافظې ډېر زور راوست؛ خو ذهن ته يې څه را نغلل. بلاخره سپين ږيري خپلي سپين سري معشوقې ته زنګ و واهه، په کړوپه خوله يې ورته وويل: _ وبخښه، ما تاته د واده وړانديز کړى و، خو اوس مي له ياده وتلي چي تا زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى دي و؟ سپين سري معشوقې يې په خندا وويل: _ هو، منلى مي و او ښه دی چي زنګ دي وواهه؛ ځکه چي زه دا دوې ورځي په دې فکر کي وم چي دا د واده وړانديز ماته چا کړى و!!! 🤔😛 @inamullhaq مومند صیب ښه دی چې تا په هغه ځواني کې وړاندیز وکړ کنې ستا به هم همدا حال وای😁😁
Open in Telegramد واده سالون کي د زوم ورور پر يو کس شکمن سو چي بې بلني راغلی دی. سړي ته نږدې ورغی ويل: و بخښه ته د زوم د خوا يې که د ناوي؟ سړي ويل: تا دې واده ته څو کسه دعوت کړي؟ د زوم ورو وويل: زر کسه سړي بيا و پوښتل: نو ډوډۍ چي د څو کسانو تياره کړې؟ د زوم ورور ويل: د دولس سوه کسانو لپاره. سړي و پوښتل: دا دوه سوه دي ولي اضافه کړي دي؟ د زوم ورو ځواب ورکړ: خامخا ايسه و دوري راځي پکي د هغه لپاره. سړي وويل: زه ايسته و دوري والا يم.
Open in Telegram






