غزل چې درنه ورکه ښکلې لاره د منزل نه کړي د غرونو یاره چې دې ښار رانه بدل نه کړي نرمه چوکۍ او لوړ معاش د شهید شوي جانان درځنې هېر په تورو خاورو کې اوربل نه کړي دا یو فرصت دی که له لاسه ووځي خدای مکړه بیا رب به توفیق او خپل امداد درسره مل نه کړي افعال، اقوال دې څارل کېږي ګوره پام چې درنه دغدار د سپینې او حسینې پګړۍ ول نه کړي ته د مظلوم ولس د زړونو یې طبیب دا واوره له تا نه پرته به یې نور افراد تسل نه کړي خدایه سپرلی مه راوړه داسې ددې خلکو چې نور د مړاوو هیلو، آرمانونو غوټۍ ګل نه کړي سینه یې تنګه وي بېخي هغه «عمر عمري» د زړګي څړیکې او دردونه چې غزل نه کړي
Open in Telegram
عمر عمري
له بېلتانه نه وروسته سا اخيستل لکه دا ټول غرونه په شا اخيستل
Latest posts
Forwarded from Tools | ابزارک
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته يادونه👇 محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي په پوره اخلاص ورسره ملګري شئ
Open in Telegramاوس که د بل په اشارو په خره دی سپور پاکستان ژر ده چې پرې به کړي ددې ظلمونو پور پاکستان واوره! که یو ځل مو سر تېر زلمو ته امر وشو بیا به نه کوېټه، پېښور وي، نه لاهور پاکستان یو دي بلوڅ، بل ټي ټي پي، بل امارت پسې دی خلکو رادرومئ! فتح شوی دی، شو چور پاکستان خپله د تورې نه دی، رب یې هېر دی، خدای یې بل دی کړي اسرائیل او امریکا باندې غرور پاکستان دا چې وهي ډغرې، وخت یې پوره، فکر کوم لیدلی نه دی د افغان د مټو زور پاکستان زما کابل او ننګرهار نیول څه ټوکې نه دي وړي به هم دا آرمان له ځان سره تر ګور پاکستان بس چې (عمر "عمري") خیر دده بقا لره وي نور نه په دین، نه په ناموس دی، نه په مور پاکستان ـــــــــــــــ عمر عمري ۲۲ حوت/ ۱۴۰۴ ۲۴ رمضان/ ۱۴۴۷ ۱۳ مارچ/ ۲۰۲۶
Open in TelegramForwarded from ترنم او فرهنګ
نوی ترنم له مودو پس يې راغلم بيا قبر ته ترنم : زنداني اشنا شاعر : عمر عمري د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ترنم او فرهنګ ریاست یې وړاندې کوي د ترنم او فرهنګ ریاست ټولنیز ادرسونه: واتساپ چینل : https://whatsapp.com/channel/0029VaqypgBChq6HOGyx2x3z واتساپ : ۵ https://chat.whatsapp.com/FHM6eulTRWDC1TUVMuZmqw?mode=ems_copy_t واتساپ : ۴ https://chat.whatsapp.com/D51iLkRwXx2FPLzuxi2Pqe?mode=ems_copy_t یوټوب: https://youtube.com/channel/UCcdKtEzhRO-tNC7r3HgBeBg?si=sjUFN2Akuof5ihXH ټوییټر : https://x.com/Taranum786313?t=Li6e9KvlD3fc3ipKmAfMoA&s=09 ټلیګرام : https://t.me/culturetaranum د نشر نېټه شنبه ۱۹/ شعبان المُعظم /۱۴۴۷هـ ق ۱۸/ دلو /۱۴۰۴ هـ ش ۷/ فبروري/۲۰۲۶ ز
Open in Telegramندامت په تېر زمان راځي ملګرو په آرمان پسې آرمان راځي ملګرو ترانه خوان: حافظ شهاب ځدراڼ شاعر: عمر عمري
Open in Telegramله زوړ زخم مې تازه وینه بهېږي ستا د یاد شمال چې کله پرې لګېږي ترانه خوان: حافظ شهاب ځدراڼ شاعر: عمر عمري
Open in Telegramهجر دې تک تور کړمه صنمه وِیلې کېږمه ستا د یاد انځور ته لکه شمعه وِیلې کېږمه ترانه خوان: حافظ شهاب ځدراڼ شاعر: عمر عمري
Open in TelegramForwarded from النبوي خپرندويه اداره
النبوي اداره یې وړاندي کوي. کسر کله کېږي ياره دلته بې له تا ژوند؟ کړۍ تنګه کړله ډېره نور په ما ژوند ترانه ویونکی حافظ شهاب ځدراڼ شاعر عمري #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131
Open in Telegram






