تا وې لور مې تاته شوې ده ګلابه! خوب مې وليدو پرون شپه ماو تا وو بيا هغۀ د پوهنتون وخت وي او ته يې مګر دا حالت له هغې څه بدل وي ماته نه ګورې، له ځان سره خپه يې راته وايې ښه پويېږم بد مې کړي خو واده مې هم د زړۀ په خوښه ندی څه به وکړمه؟ همدا به مې قسمت و نو کفن خو څۀ د مړۀ په خوښه ندی ما وې پرېده دا خبرې، اوس خو ښه يې؟ ته مُسکۍ شوې وېل دې ښه يمه ډاډيه! بيا دې ټنډه شوله ګونځې مخ دې تاو کړ راته ودې وې، زه ځمه لېونيه!! ما وې ځه خو پۀ خبره مې لږ پوی کۀ! تا وې لور مې تاته شوې ده ګلابه! زړه مې وسوزېدۀ سترګې مې شوې ډکې تۀ همدا رقم نـور لاړې بې ځوابه چې را پورته شومه ټول خوَلې خوَلې وم شبو! څنګه به يې څه به در تېرېږي؟ دومره ده يوه خبره ښه ښکاره ده زما سترګې به دې ښې ډېرې يادېږي خوب مې وليدو پرون شپه ماو تا وو بيا هغۀ د پوهنتون وخت وي او ته يې مګر دا حالت له هغې څه بدل وي ماته نه ګورې، له ځان سره خپه يې
Открыть в TelegramПосты канала ستـــوري د آدٙبْ،په آسْمان کې
سرګرداني یی جوړه کړې🤕😒 1 عنایت - خیانت 2 حقبین - خټین 3 عاجز - عاجل 4 حیران - خیرن 5 وږمه - مېږه 6 فواد - مواد 7 خالص - خبیث 8 اتل - بوتل 9 عیان - غوایان 10 محبت - مصیبت 11 جواد - جوار 12 شینکۍ - کشتۍ 13 عاشقه - بوشکه 14 مالِکه - مالګه 15 هدیه - هندواڼه 16 ښاپیرۍ - بخارۍ 17 خانجان - بانجان 18 مزمل - مزایل 19 نور اغا - توره غوا 20 جمال ـ دجال 21 درویش - دیرش 22 همدرد - غم درد 23 حنظله ـ خځله 24 ګودر - برګر 25 سباوون ـ صابون 26 یونس - پتنوس 27 نبیل - تنبل 28 دلبر - بیلر 29 بلال - بلول 30 تميم ـ تیمُم 31 جبار ـ نجار 32 باغچه ـ بيلچه 33 جلال الدین - جلال اباد 34 پردیس - ګریس 35 ریس - ریوس 36 یوسف - یونسیف 37 پامیر ـ پمپر 38 معشوقه - قوشتېپه 39 جغفر - جمپر 40 حسام - حمام 41 سيد غلام ـ ستر ګودام 42 جلال ـ جنجال 43 مسلم ـ واسلین 44 مبین - موبلین 45 فضل - ډیزل 46 ګل قند ـ ګوسفند 47 قدوس - کنجوس 48 سپوږمۍ - سپګۍ 49 شیخ ګلاب - سیخ کباب 50 فیاض ګل - پیاز ګل 51 سکندر - خوسندر 52 شازیه - شنه وزه 53 خنجر - پنچر 54 آسیه - آسپه 55 سیلۍ - شپیلۍ 56 عزیز - خنډیز 57 متوکل - مشکیل 58 خټک - څټک 59 سپینه - پسینه 60 سلګۍ - خوسکۍ 61 نتکۍ - لکۍ 62 حاجی ایوب - جاجی اریوب 63 ارباب - رباب 64 لاونګین - لرګین 65 سکون - شکوڼ 66 مریم- مـوټـربــم 67 سمیره - سمسیره 68 عایشه - غوماشه 69 اجمل - کجنل 70 کبیر - کفګیر 71 سلمان - سامان 72 بسمل - بِسیم 73 کجل - کنځل 74 شینواری - شین وری 75 مشفق - منافق 76 روبینا - لوبیا 77 صادق - صندوق 78 شاکر - شاګرد 79 فیصل - سایکل 80 ګلرنګ - ګمرک 81 شهسوار - نسوار 82 صافی - صرافی 83 شبنم - شلغم 84 ملالۍ - مولۍ 85 خاکسار - سنګسار 86 شرافت - شربت 87 روښان - اوښان 89 منېر - پنېر 90 مسعود - مفسد 91 اقبال - بنګال 92 حبیب - جیب 93 ګربز - ګردیز 94 اباسین - واکسین 95 انتظار - انفجار 96 تاج - چاود 97 صابر - صادر 98 خاطر - خطر 99 سلطان - شیطان 100 همکار - خـونکار 101 شګوفه - شینکوفه 102 دلسوز - دله دووس 103 فرید - فریاد 104 چکري - چرګې 105 ارماني - ارمونی 106 امان - المان 107 خوشحال - شغال
Открыть в Telegramنر ژاړي خو کله؟ نر ژاړي کله یې چې مور مړه شي. نر ژاړي کله یې چې معشوقه پریږدي او د ده د سترګو په وړاندې بل چا ته ودیږي. نر ژاړي کله چې د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره نه کړي. نر ژاړي کله یې چې کوچنی اولاد مرګونی ناروغ وي. نر ژاړي کله چې لور له واده وروسته خپل کور نه رخصتوي. نر ژاړي کله چې د خپلې مېرمنې واړه واړه خواهشات د غربت له امله نشي پوره کولی. نر ژاړي خو د نرانو اوښکې له سترګو په اننګیو نه راځي او نه یې اوښکې څوک ویني. د هغوی زړونه ژاړي او اوښکې یې پر زړه ور توییږي، چې اثر یې د تندي له ګونځو، د وېښتو له سپین والي او د لاسونو له لړزېدلو معلومیږي. #ژباړه
Открыть в Telegram هر چه دورتر می شوی من؛ عاشق تر میشوم! و هر چه نزدیک تر می آیی بی تاب تر می شوم! گویی عاشق که باشی دور یا نزدیک فرقی ندارد حتی اندک یاد تو کافیست برای بی تاب بودن... @storipalamanki
Открыть в Telegramيو سپين ږيرى په شپېته کلنۍ کي د پوهنتون د وخت له معشوقې سره مخامخ سو. معشوقه يې هم ډېره بوډۍ سوې وه؛ خو بيایې هم يو بل سره وپېژندل. تر خبرو-اترو وروسته پوه سول چي سړى کونډ او ښځه کونډه ده. سپين ږيري له وخت څخه په استفاده، خپلي سپين سرې معشوقې ته د واده وړانديز وکړ. معشوقه يې يو څو دقيقې غلې وه؛ بيا يې د سپين ږيري وړانديز قبول کړ. دوې ورځي وروسته، سپين ږيري څخه له ياده وتلي وه چي هغې زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى يې و؟ غريب پر حافظې ډېر زور راوست؛ خو ذهن ته يې څه را نغلل. بلاخره سپين ږيري خپلي سپين سري معشوقې ته زنګ و واهه، په کړوپه خوله يې ورته وويل: _ وبخښه، ما تاته د واده وړانديز کړى و، خو اوس مي له ياده وتلي چي تا زما وړانديز منلى و؛ که رد کړى دي و؟ سپين سري معشوقې يې په خندا وويل: _ هو، منلى مي و او ښه دی چي زنګ دي وواهه؛ ځکه چي زه دا دوې ورځي په دې فکر کي وم چي دا د واده وړانديز ماته چا کړى و!!! 🤔😛 @inamullhaq مومند صیب ښه دی چې تا په هغه ځواني کې وړاندیز وکړ کنې ستا به هم همدا حال وای😁😁
Открыть в Telegramد واده سالون کي د زوم ورور پر يو کس شکمن سو چي بې بلني راغلی دی. سړي ته نږدې ورغی ويل: و بخښه ته د زوم د خوا يې که د ناوي؟ سړي ويل: تا دې واده ته څو کسه دعوت کړي؟ د زوم ورو وويل: زر کسه سړي بيا و پوښتل: نو ډوډۍ چي د څو کسانو تياره کړې؟ د زوم ورور ويل: د دولس سوه کسانو لپاره. سړي و پوښتل: دا دوه سوه دي ولي اضافه کړي دي؟ د زوم ورو ځواب ورکړ: خامخا ايسه و دوري راځي پکي د هغه لپاره. سړي وويل: زه ايسته و دوري والا يم.
Открыть в Telegramیوه ورځ شیطان فرعون ته ورغی. فرعون د انګورو له ګونګي یوه یوه دانه خوړله. شیطان ورته وویل: د انګورو دا وږی په مرغلرو بدلولای شې؟ فرعون وویل: نه. شیطان د انګور وږی په کوډو او جادو په مرغلرو بدل کړ. فرعون په حیرانتیا سره وویل: ډېر ښه؛ څه یو تکړه استاد یې! شیطان ور نږدې شو په غاړه یې لاس ورکېښود او ورته ویې ویل: زه یې په دې استادۍ او وړتیا په بندهګۍ قبول نه کړم او ته له دومره ناپوهۍ سره، سره د خدايۍ دعوه کوې؟
Открыть в Telegramبیا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يمه او ستا د لاس دسمال وي له مرۍ به يې تاوومه سبايي کې راچولی به يې ماته لوی جنجال وي بيا به واورې وشي، بیا به ژمی راشي زه به بيا پکې سړی جوړ کړم يوازې يو سلفي به ورسره په مُسکا واخلم ځان سره به وايم، ورکې دوکه بازې! بيا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يم، د کوټې څلور دېواله نه به زنګ درته کوی شم نه مسيج او خپل وجود ته به لګيا يم( رب دې واله) بيا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي شنۀ لوګي به پورته کېږي له کورونو د کابل د غرۀ لمنې به خيشتې وي خوله به بيا وي ښخه کړې بارانونو بيا به واورې وشي، بيا چې ژمی راشي شبو! ته به مې له زړه نه وې چاپېره هر ساعت به لکه کال راباندې تېر شې په وجود به مې دردونه وي بېشمېره بیا به واورې وشي، بيا به ژمی راشي بيا به زه يمه او ستا د لاس دسمال وي له مرۍ به يې تاوومه سبايي کې راچولی به يې ماته لوی جنجال وي ډاډ په پښتو ادب کی می اوږده نظمونه خوښیگی او تاسی څنگه؟
Открыть в Telegramشپږ شیان شیطان ته ډیر تکلیف رسوي : ①⇦ په کار کي بسم اللّٰه ویل۰ ②⇦وه نورومسلمانانوته سلام اچول۰ ③⇦ په اوداسه کی مسواک وهل ④⇦ ان شاءالله ویل۰ ⑤⇦ په نبي کریم ﷺ باندې درود ویل۰ ⑥⇦ډیر استغفار ویل۰
Открыть в Telegramزه سپېلنی شوی يم چاته لوګی شوی يم پرې مې ږده لمنه نور ژونده! ستړی شوی يم ستا د خزانو نه ځار خدايه وږی شوی يم خلک لېوني دي که زه لېونی شوی يم؟ ستا نه پس له ځانه هم ياره پردی شوی يم خوله دې زما ماته شي که به مُسکی شوی يم اوس په خپلو سترګو کې خپله ازغی شوی يم داسې يم هنره چوپ ته وا ګونګی شوی يم. هنر احمدزی
Открыть в Telegram*ستا مسج ته انتظار په نیمو شـــپــو یم*😔 *یاره راشه ستا مجلس ته می زړه ڪیږی*🥺😔 خه شپه💔*
Открыть в Telegramبعضی دخترا🧕🏿 زیاد شکایت میکنن که بچه 👱♂️ها بر ما مزاحمت میکنن خو قرآن نزنید امو عکس خودته بان ولاکه د ده سال کس برت مسیج کنه
Открыть в Telegram