Account
ډيالوګونه

ډيالوګونه

دلته ته دې ژوند رازونه موندلي شي @Hamkar_khosti https://t.me/joinchat/AAAAAEWUkoWgAOhaQD2T8A

Username
@pashto_dialogues
Category
Quotes
Country
AfghanistanAfghanistan
Subscribers9,380
Avg views per post, 7d637last 7 days
ERR6.79%last 7 days

Average views per post by day

By publication day

Show as table
DateAvg views per post
Nov 21, 2026872
Nov 22, 2026795
Nov 23, 2026697
Nov 24, 2026674
Nov 25, 2026550
Nov 26, 2026248

Most viewed this month

  1. 01
    Views872
    Forwards—
    Reactions20
    Comments—
  2. 02
    Views811
    Forwards—
    Reactions31
    Comments—
  3. 03
    Views802
    Forwards—
    Reactions33
    Comments—
  4. 04
    Views772
    Forwards—
    Reactions28
    Comments—

Latest posts

#9309Photo
Views275−57%vs avg
Forwards—
Reactions7
Comments—
#9307Text

مېړه او ښځه پر یوه بستر څنګ په څنګ پراته وي، خو د مېړه سترګې چت کې خښې وي، په ذهن کې یې د مینې او نږدېوالي پر ځای د برېښنا بیلونه، د ماشومانو د ښوونځي فیسونه، د کور د اړتیاوو او پورونو حسابونه ګرځي، بې کاری، د ټولې ورځې ستړیا، د خلکو رټنې او د تش جیب وېره یې اعصاب دومره ځپلي وي، چې د شپې کټ ته له رسېدو سره یې ټولې طبیعي غوښتنې مړې شوې وي/شوق نه وي. هغه په خاموشۍ بلې خوا ته واوړي او سترګې پټې کړي، ځکه نه د خبرو کولو توان ورپاتې وي او نه هم د خپلې اقتصادي بې‌وسۍ د منلو جرئت، له بلې خوا، د هغه تر څنګ پرته ښځه د دې خاموشۍ او واټن بل تعبیر کوي، ځکه زموږ په کورونو کې د مالي فشار او ذهني ستړیا په اړه په ښکاره خبرې کول دود نه دي بل سړیو کې دود نه دی چې خپل بې وسي په خبرو کې بیان کړې. نو ښځه دا سړه رویه د مېړه بې‌پروايي، له بلې ښځې سره د اړیکې یا د موبایل د اعتیاد پایله ګڼي، هغه په تیاره کې سر په بالښت کې پټوي او فکر کوي چې ښايي نور جذابه نه وي، یا د مېړه زړه بل چا ته مایل شوی وي/بل جلکۍ یې پیدا کړې وي. ارواپوهنه وایي: دوامداره اقتصادي فشار د انسان پر ذهن او هغو رواني بهیرونو اغېز کوي چې له مینې، رومانس او جنسي میلان سره تړاو لري، کله چې د نس د لوږې او د بې‌وزلۍ وېره تل د انسان پر سر د تورې په څېر ځوړنده وي، نو بدنونه پر یوه بستر وي، خو اعصاب یې د جګړې په میدان کې بند پاتې وي او تر ټولو دردناکه دا ده چې مېړه د خپلې نارینه غرور د ساتلو لپاره خپل رواني ماتېدنه پټوي او ښځه د شک او ځان‌کم‌ ګڼې په اور کې سوځي، تر دې چې د کور سکون په ایرې بدل شي. ستاسو په نظر، نن سبا د کورونو د بسترونو د سړېدو لوی لامل ګرانۍ او اقتصادي ستونزې دي که دا چې مېړه او ښځه خپل دردونه له یو بل څخه پټوي؟ ډیالوګ

Open in Telegram
Views550−14%vs avg
Forwards—
Reactions20
Comments—
#9306Text
Views706+11%vs avg
Forwards—
Reactions16
Comments—

All posts

Connections