Account

Posts of ډيالوګونه

newest first

#9309Photo
Views275−57%vs avg
Forwards—
Reactions7
Comments—
#9307Text

مېړه او ښځه پر یوه بستر څنګ په څنګ پراته وي، خو د مېړه سترګې چت کې خښې وي، په ذهن کې یې د مینې او نږدېوالي پر ځای د برېښنا بیلونه، د ماشومانو د ښوونځي فیسونه، د کور د اړتیاوو او پورونو حسابونه ګرځي، بې کاری، د ټولې ورځې ستړیا، د خلکو رټنې او د تش جیب وېره یې اعصاب دومره ځپلي وي، چې د شپې کټ ته له رسېدو سره یې ټولې طبیعي غوښتنې مړې شوې وي/شوق نه وي. هغه په خاموشۍ بلې خوا ته واوړي او سترګې پټې کړي، ځکه نه د خبرو کولو توان ورپاتې وي او نه هم د خپلې اقتصادي بې‌وسۍ د منلو جرئت، له بلې خوا، د هغه تر څنګ پرته ښځه د دې خاموشۍ او واټن بل تعبیر کوي، ځکه زموږ په کورونو کې د مالي فشار او ذهني ستړیا په اړه په ښکاره خبرې کول دود نه دي بل سړیو کې دود نه دی چې خپل بې وسي په خبرو کې بیان کړې. نو ښځه دا سړه رویه د مېړه بې‌پروايي، له بلې ښځې سره د اړیکې یا د موبایل د اعتیاد پایله ګڼي، هغه په تیاره کې سر په بالښت کې پټوي او فکر کوي چې ښايي نور جذابه نه وي، یا د مېړه زړه بل چا ته مایل شوی وي/بل جلکۍ یې پیدا کړې وي. ارواپوهنه وایي: دوامداره اقتصادي فشار د انسان پر ذهن او هغو رواني بهیرونو اغېز کوي چې له مینې، رومانس او جنسي میلان سره تړاو لري، کله چې د نس د لوږې او د بې‌وزلۍ وېره تل د انسان پر سر د تورې په څېر ځوړنده وي، نو بدنونه پر یوه بستر وي، خو اعصاب یې د جګړې په میدان کې بند پاتې وي او تر ټولو دردناکه دا ده چې مېړه د خپلې نارینه غرور د ساتلو لپاره خپل رواني ماتېدنه پټوي او ښځه د شک او ځان‌کم‌ ګڼې په اور کې سوځي، تر دې چې د کور سکون په ایرې بدل شي. ستاسو په نظر، نن سبا د کورونو د بسترونو د سړېدو لوی لامل ګرانۍ او اقتصادي ستونزې دي که دا چې مېړه او ښځه خپل دردونه له یو بل څخه پټوي؟ ډیالوګ

Open in Telegram
Views550−14%vs avg
Forwards—
Reactions20
Comments—
#9306Text
Views706+11%vs avg
Forwards—
Reactions16
Comments—
#9300Text

زه: غواړم له تا سره واده وکړم! قاری: ته پوهېږې چې زه قاریه یم، د مدرسې زده‌کوونکې یم. داسې وړاندیزونه عادي نجونو ته کوه، پوه شوې؟ زه: سمه ده، زه همکار، د پلانکي زوی، د دولس سوه فامیلو اوسېدونکی، د خیرالناس لېسې زده‌کوونکی، د پلانکي ولسوالۍ اوسېدونکی یم. په بشپړ هوش او حواسو، له هر ډول فشار او وېرې پرته، د خپلې ارادې او پرېکړې خاوند یم. تا د پلانکي لور، یعنې تا، چې قاریه یې، د خپل زړه او عقل په شاهدۍ، په څرګنده وایم چې ستا د عزت، شخصیت او شرعي حقونو درناوی کوم. غواړم ته د خپل راتلونکي ژوند ملګرې او د خپلو اولادونو مور ووینم. زه پوهېږم چې نکاح یوازې د دوو کسانو د مینې نوم نه دی، بلکې یو شرعي تړون، امانت او مسوولیت دی. په دې تړون کې د ښځې مهر، رضایت، د دواړو حقونه او د یو بل پر وړاندې د ښو اخلاقو مراعات ضروري دي. زه ژمنه کوم چې ستا د خوښې، رضایت او عزت له ساتلو پرته به هېڅ ګام نه اخلم. که دې خوښه وي، د خپلو مشرانو او کورنیو په خبرتیا به په شرعي او عزتمنده طریقه د نکاح غوښتنه وکړم. او هو، د انکار بشپړ حق هم لرې؛ ځکه په اسلام کې د ښځې له رضایت پرته نکاح روا نه ده. نو، اې قاریې! آیا ته دې ته راضي یې چې د الله تعالی په نوم، د رسول الله ﷺ د سنتو مطابق، زما د ژوند ملګرې شې؟ قاریه: خرکوسه سخت له ژبې خوږ یې یز پدې شنو سترګو سبا دې ادې ګله رولیږه.😁 ډیالوګ

Open in Telegram
Views703+10%vs avg
Forwards—
Reactions15
Comments—
#9291Photo
Views872+37%vs avg
Forwards—
Reactions20
Comments—