
ډيالوګونه
دلته ته دې ژوند رازونه موندلي شي @Hamkar_khosti https://t.me/joinchat/AAAAAEWUkoWgAOhaQD2T8A
Средние просмотры поста по дням
По дню публикации
Показать таблицей
| Дата | Просмотров на пост |
|---|---|
| 21 нояб. 2026 г. | 872 |
| 22 нояб. 2026 г. | 795 |
| 23 нояб. 2026 г. | 697 |
| 24 нояб. 2026 г. | 674 |
| 25 нояб. 2026 г. | 550 |
| 26 нояб. 2026 г. | 248 |
Самые просматриваемые за месяц
- 01Просмотры872Пересылки—Реакции20Комментарии—
- 02Просмотры811Пересылки—Реакции31Комментарии—
- 03Просмотры802Пересылки—Реакции33Комментарии—
- 04Просмотры772Пересылки—Реакции28Комментарии—
Новые посты
که که تاسې غریب یاست، نو پیسې وګټئ، د ښځو زړونه ګټل به درته اسانه شي. او که غواړئ د شتمنو ښځو زړونه وګټئ، نو په خپل خبرو کولو کې احترام پیدا کړئ، څو هغوی ستاسې له شخصیت څخه اغېزمنې شي. د ښځې زړه ته د رسېدو لپاره دا یوازې دوه بېلابېلې لارې دي؛ مینه کوم ټاکلی قانون نه لري. ❤️ ډیالوګ
Открыть в Telegramزړې ښځې دې د عمر د زیاتېدو په اړه اندېښنه نه کوي، ځکه وچه مېوه تل له تازه مېوو ډېره قیمته وي. او ځینې مېوې د عمر په تېرېدو سره په خوږوالي، خوشبو او خوند کې داسې خوند پیدا کوي چې خوند یې تر ډېره وخته نه هېرېږي. ډیالوګ
Открыть в Telegramمېړه او ښځه پر یوه بستر څنګ په څنګ پراته وي، خو د مېړه سترګې چت کې خښې وي، په ذهن کې یې د مینې او نږدېوالي پر ځای د برېښنا بیلونه، د ماشومانو د ښوونځي فیسونه، د کور د اړتیاوو او پورونو حسابونه ګرځي، بې کاری، د ټولې ورځې ستړیا، د خلکو رټنې او د تش جیب وېره یې اعصاب دومره ځپلي وي، چې د شپې کټ ته له رسېدو سره یې ټولې طبیعي غوښتنې مړې شوې وي/شوق نه وي. هغه په خاموشۍ بلې خوا ته واوړي او سترګې پټې کړي، ځکه نه د خبرو کولو توان ورپاتې وي او نه هم د خپلې اقتصادي بېوسۍ د منلو جرئت، له بلې خوا، د هغه تر څنګ پرته ښځه د دې خاموشۍ او واټن بل تعبیر کوي، ځکه زموږ په کورونو کې د مالي فشار او ذهني ستړیا په اړه په ښکاره خبرې کول دود نه دي بل سړیو کې دود نه دی چې خپل بې وسي په خبرو کې بیان کړې. نو ښځه دا سړه رویه د مېړه بېپروايي، له بلې ښځې سره د اړیکې یا د موبایل د اعتیاد پایله ګڼي، هغه په تیاره کې سر په بالښت کې پټوي او فکر کوي چې ښايي نور جذابه نه وي، یا د مېړه زړه بل چا ته مایل شوی وي/بل جلکۍ یې پیدا کړې وي. ارواپوهنه وایي: دوامداره اقتصادي فشار د انسان پر ذهن او هغو رواني بهیرونو اغېز کوي چې له مینې، رومانس او جنسي میلان سره تړاو لري، کله چې د نس د لوږې او د بېوزلۍ وېره تل د انسان پر سر د تورې په څېر ځوړنده وي، نو بدنونه پر یوه بستر وي، خو اعصاب یې د جګړې په میدان کې بند پاتې وي او تر ټولو دردناکه دا ده چې مېړه د خپلې نارینه غرور د ساتلو لپاره خپل رواني ماتېدنه پټوي او ښځه د شک او ځانکم ګڼې په اور کې سوځي، تر دې چې د کور سکون په ایرې بدل شي. ستاسو په نظر، نن سبا د کورونو د بسترونو د سړېدو لوی لامل ګرانۍ او اقتصادي ستونزې دي که دا چې مېړه او ښځه خپل دردونه له یو بل څخه پټوي؟ ډیالوګ
Открыть в Telegramګرانو ملګرو! دا پوښتنه له تاسو ټولو څخه ده، د کوم ځانګړي شخص څخه نه ده. کله چې وروڼه، خویندي مور او پلار له واده مخکې د یوه چت لاندې ژوند کوي، نو ولې د بېلېدو فکر نه ورسره پیدا کېږي؟ خو کله چې ورور واده وکړي او مېرمن یې کور ته راشي، نو ولې ځینې وروڼه د خپلې مېرمنې له راتګ وروسته پرېکړه کوي چې له مور، خویندو او د کورنۍ له نورو غړو څخه جلا ژوند وکړي؟ په دې موضوع کې ځینې مېرمنې هم مهم رول لري، خو کله چې د وخت څرخ وڅرخي، همدا حالت بیا د دوی پر خپلو لوڼو او کورنیو هم راتلای شي. که له کورنۍ څخه جلا ژوند کول موخه وي، نو ولې دا پرېکړه له واده مخکې نه کېږي؟ ولې د واده له کولو وروسته د انسان په فکر او چلند کې دومره بدلون راځي؟ په پای کې، د دې بدلون تر شا کوم لاملونه او عوامل پټ دي؟ تاسو ټول دې په دې اړه خپل نظرونه، تجربې او رغنده لارښوونې راسره شریکې کړئ. ډیالوګ
Открыть в Telegramیوه ښځه د خپلې خوښې سړي یو میلیون غلطۍ بخښلی شي، خو که په دې غلطیو کې د بلې ښځې غلطي نه وي.🦋🥀 ډیالوګ
Открыть в Telegramد ښځې جهاد د خپل خاوند سره ښه ژوند کول دي. تر ټولو ښه ښځه هغه ده چې ستا په شتون کې ښځه او ستا په نشتون کې سړی شي. ډیالوګ
Открыть в Telegramدلته ښځې سودا په درېیو پړاوونو کې کوي: لومړی ځل د خوښې لپاره بازار ته ځي خو څه نه خوښیږي بیا کور ته راځي، دویم ځل د اخیستلو لپاره او درېیم ځل یې د بېرته سپارلو لپاره چې خوښ مې نه شو! 🤣😂😍 ډیالوګ
Открыть в Telegramکه د سرو زرو د بیې په لوړېدو یا ټیټېدو مو هېڅ اغېز نه وي کړې، نو زما ګرانو خویندو او وروڼو پوه شئ چې غریب یاست. 😑😁 ډیالوګ
Открыть в TelegramСвязи
Похожие каналы
Иван Тургенев. Лайфстайл@turgenev_lifeЦитаты9,39 тыс.
هوئ بغداد🩵 𝄋@x1xxxxaЦитаты9,39 тыс.
Великие слова!@wisemanmindЦитаты9,36 тыс.
شغفتها حُباً♥️@trul0_vЦитаты9,36 тыс.
بهــ•ᴗ•ــرین بـــــاش@behtareenbashЦитаты9,36 тыс.
Telegram Library@libraryЦитаты9,43 тыс.
رسائل لم تُبعث@messages2n2Цитаты9,44 тыс.
Карлос Кастанеда@kastanedagdeЦитаты9,31 тыс.