Переслано из Dr Rahim Durrani
د اقتصادي کړکېچ په وخت کې د کورنۍ د بقا او ټینګښت لپاره د کور د مېرمنې کردار څه دی؟ لومړۍ برخه کله چې د خاوند جېب دې تش شي او ګټه يې د ژوند لګښتونو ته نه رسي نو ته په کور کې د «د زړه د سکون» کردار لوبوې او که د «کړکېچ د کوماندان»؟ په دغو سختو اقتصادي ورځو کې، د دې طوفان د تېرولو لپاره، څلور ډېر مهم اصول خامخا په یاد وساته: لومړی: د خاوند په اړه خپل نظر بدل کړه: د نن ورځې مالي مشکل د خاوند د بېوسۍ یا کمزورۍ له امله نه دی؛ بلکې یو کړکېچ دی. له ۷۲ سلنې نه زیات خلک سخت مالي خپګان او تشویش لري او دا د حیرانتیا خبره ده چې پوه شې، ښځې دا تشویش د سړو په پرتله زیات تجربه کوي. کله چې د سړي ټوله ګټه یوازې په ژوندي پاتې کېدو ولګېږي او د چکر، کالو او سپما لپاره پیسې پاتې نه شي، نو خاوند دې په یوه وېرونکي بندښت کې ایسار شوی دی. نو د پېغور او ملامتۍ پر ځای، هغه یو داسې سرتېری وګڼه چې له کوره بهر، په ټول توان سره د خپلې کورنۍ د بقا لپاره په یوه نابرابره جنګ اخته دی. دویم: (د ښځې جهاد): مالي تشویش د سړي عصبي نظام سخت زیانمنوي. خو زموږ دین یو بهترین اصل بیانوي! https://t.me/pashtoadab/2550
Открыть в Telegram







