Account

Posts of ذهني ازمېښت

newest first

#1427Text

د شیخ حماسي صاحب په اړه څو خبرې! شیخ حماسي صاحب زموږ د هېواد له هغو درنو، مخلصو او بااحساسه دیني عالمانو څخه دی چې د علم، دعوت او فکري روزنې په ډګر کې د پام وړ هڅې کوي. نوموړی تل د تدریس په علمي حلقو او دعوتي غونډو کې هڅه کوي چې د فکري مبارزې روحیه، د اسلامي امت د بیدارۍ احساس او د خپل دین او امت په اړه مسؤلیت‌پېژندنه د طالب العلمانو او عامو مسلمانانو په زړونو کې راژوندۍ کړي. په حقیقت کې د یوه دیني عالم رسالت یوازې د علم په تدریس او د کتابونو په لوستلو پورې محدود نه دی؛ بلکې د علم د رڼا خپرول، د امت فکري روزنه، د اسلامي ارزښتونو ساتنه او د امت د ویښتیا لپاره هڅې هم د یوه عالم له مهمو مسؤلیتونو څخه دي. شیخ حماسي صاحب هم د همدې رسالت د ادا کولو هڅه کوي، الله تعالی دې یې هڅې قبولې او په علم او عمل کې دې لا برکت واچوي. کله ناکله د یوه عالم د خبرو یو لنډ کلیپ د ځینو ځوانانو له لوري، په شعوري یا غیرشعوري ډول، په ټولنیزو رسنیو کې خپور شي او بیا د بېلابېلو غبرګونونو او قضاوتونو لامل وګرځي. زما په اند، د شیخ حماسي صاحب د خبرو اصلي موخه دا نه ده چې ګواکې کرکټ یا سپورټ په اسلام کې حرام دی؛ بلکې د هغه د خبرو اساسي پیغام دا دی چې زموږ ځوانان باید د سپورټ او تفریح ترڅنګ د اسلامي امت د عروج او زوال، پرمختګ او وروسته پاتېوالي، کمزورۍ او پیاوړتیا په اړه هم ژور فکر ولري. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې په یوه ټولنه کې هر وګړی خپل ځانګړی مقام، حیثیت او مسؤلیت لري. دیني عالمان د ټولنې د اصلاح، فکري لارښوونې او د دیني ارزښتونو د ساتنې مشران دي؛ ډاکتر د روغتیا په برخه کې خپل مسؤلیت لري، انجنیر د آبادۍ او پرمختګ په ډګر کې خپل مقام لري، امیر او مسؤول خپل مسؤلیتونه لري، مامور او د ټولنې نور وګړي هم هر یو خپل ځانګړی حیثیت او ونډه لري. د ټولنې ټولې طبقې د ټولنیز جوړښت مهمې برخې دي او هېڅوک باید د بل چا مقام او خدمت ته په سپکه ونه ګوري. خو یوه خبره باید هېره نه کړو: د دیني عالم خبرې باید په علمي امانتدارۍ، ښه نیت او د پوره دقت له مخې وارزول شي. د یوه عالم د خبرو د یوې لنډې برخې پر بنسټ باید ژر قضاوت ونه کړو، بلکې لومړی یې د خبرو بشپړ متن، سیاق او اصلي موخه وڅېړو او بیا خپل نظر څرګند کړو. په ځانګړي ډول، د دیني عالمانو په اړه باید له بې‌ځایه تورونو، سپکاوي او بې‌احتیاطه غبرګونونو څخه ځان وساتو. د عالم مقام او د هغه علمي حیثیت د درناوي وړ دی. که د یوه عالم په خبره کې د پوښتنې یا نقد ځای وي، نو نقد باید په ادب، علم او دلیل وي، نه په سپکاوي، تورونو او احساساتي غبرګونونو. دا هم باید په پام کې ولرو چې زموږ بې‌احتیاطي د دې لامل نه شي چې د دیني عالمانو خبرې د نورو د ناسم تعبیر او تبلیغ وسیله وګرځي، یا په ناپامۍ سره د هغو خلکو د شبهاتو او نیوکو لپاره زمینه برابره کړو چې له دیني عالمانو سره مخالفت لري. عالمان زموږ د دیني لارښوونې څراغونه دي؛ د هغوی درناوی، د خبرو په اړه یې دقت او د اختلاف پر مهال له ادب څخه کار اخیستل زموږ دیني او اخلاقي مسؤولیت دی. #ذهني_ازمیښت https://t.me/ZehniPishtny

Open in Telegram
Views393−45%vs avg
Forwards—
Reactions47
Comments—