Account

Posts of دزړه سکون❤️

newest first

#3482Photo
Views54−60%vs avg
Forwards—
Reactions4
Comments—
Views growthHide views growth

Views growth

Hours after publication

Show as table
Hours after publicationViews
0 h0
1 h20
3 h49
7 h54
  1. After 1 hour20
  2. After 6 hours54
  3. Total to date54
#3481Photo

یو مصری یوټیوبر افغانستان ته راغلی، په هرات کي د ودنو په تالار کي دیوه ماشوم سنتی پروګرام ته دعوت سوی، تقریبا زر کسان ورته دعوت سوي وو، ډېره غټه خرچه هم سوې وه. په لوی کندهار کي بیا د نشره یا نشرح په نوم پر نوي ماشوم باندي جوړیږي یو کس شعرونه وایې، ناست ځیني کسان یې ورسره بدرګه کوي. دا ډېر جالب رواجونه دي، د دې سره د اسلام تړاو نسته، خو دا ټول کارونه په حقیقت کي د نارینه لپاره کیږي. په 2016 کال کي یو چا کیسه راته وکړه چي د یوې ښځي اته داني لوڼي پیداسوې، نهمه لور چي پیداسوې وه هغه یې په خپه وژلې وه، ما پوښتنه وکړه چي ولي داسي وسوه. ویل هغه ښځه د خپل خاوند تر ډېر فشار او تعنو لاندي وه چي ولي خاص لوڼي زېږوې؟ که مو فکر کړی وي خلک راځي د ملا څخه د نارینه اولاد لپاره دعا غواړي، تعویزونه هم غواړي، قبرونو ته هم ځي، ډاکټر ته هم ځي علاج هم کوي، لکن ایا د لور لپاره چا داسي کړي؟ دا یو حقیقت دی چي په ځینو ټولونو کي نر واکي وي، د همغه په اساس ورته دود، عنعنات، قوانین جوړیږي، دین هم ورته تراشل کیږي. یادونه: انځور د موضوع سره تړاو نلري، هسي د التفات لپاره دی.

Open in Telegram
Views53−61%vs avg
Forwards—
Reactions4
Comments—
Views growthHide views growth

Views growth

Hours after publication

Show as table
Hours after publicationViews
0 h0
1 h24
4 h49
8 h53
  1. After 1 hour24
  2. After 6 hours49
  3. Total to date53
#3480Text
Views53−61%vs avg
Forwards—
Reactions4
Comments—
Views growthHide views growth

Views growth

Hours after publication

Show as table
Hours after publicationViews
0 h0
4 h39
6 h53
  1. After 6 hours53
  2. Total to date53
#3478Text
Views92−32%vs avg
Forwards—
Reactions4
Comments—
Views growthHide views growth

Views growth

Hours after publication

Show as table
Hours after publicationViews
0 h0
14 h42
27 h92
  1. After 24 hours92
  2. Total to date92
#3475Text
Views132−2%vs avg
Forwards—
Reactions5
Comments—
Views growthHide views growth

Views growth

Hours after publication

Show as table
Hours after publicationViews
0 h0
48 h106
66 h132
  1. Total to date132
#3472Text

البته که د یوه چا له خوا د کفر څرګند او ثابت قول یا عمل ترسره شي، هغه هم خپل شرعي حکم او ځانګړي اصول لري؛ خو د یوه مشخص انسان په اړه د کفر پرېکړه د هغه د خبرو، قصد، اختیار، شرایطو، احتمالي عذرونو او د شرعي دلیل د بشپړې څېړنې غوښتنه کوي. دا د هر چا شخصي صلاحیت نه دی چې په خپله خوښه یې ترسره کړي. زموږ اصلي اندېښنه دا ده چې کله دیني خبرې او شخصي برداشتونه له علم او اصلاح څخه ووځي او د سیاسي مخالفت، شخصي دښمنۍ او فکري انحصار وسیله وګرځي، نو د دین سپېڅلو مفاهیمو ته زیان رسېږي. د منبر مسؤلیت او د هر مسلمان دنده دا ده چې د خلکو ترمنځ د ایمان، ورورولۍ، اخلاقي مسؤلیت او تقوا روحیه پیاوړې کړي، نه دا چې د ټولنې د افرادو پر وړاندې د کفر او ارتداد تورونه دومره عادي کړي چې هر اختلاف د تکفیر په پلمه بدل شي. موږ باید دا ساده حقیقت درک کړو چې له یوه انسان سره اختلاف د هغه د ایمان د انکار معنا نه لري؛ د یوه نظر نیوکه د هغه د خاوند د کافر بللو دلیل نه شي کېدای؛ او د یوه چا د سیاسي راتلونکي په اړه اندېښنه یا مخالفت د هغه د اوسني دیني هویت د ردولو لپاره هېڅ شرعي دلیل نه شي جوړېدای. د دیني علم لویوالی یوازې په دې کې نه دی چې یو څوک د نورو تېروتنې وپېژني؛ بلکې اصلي علم دا هم دی چې انسان د قضاوت پر مهال د خپل علم حدود وپېژني، د خپلې ژبې مسؤلیت درک کړي او د الله تعالی پر وړاندې د حساب دروندوالی احساس کړي. د تکفیر په مسئله کې بې‌احتیاطي د دین خدمت نه دی؛ ځکه د خلکو د ایمان او عقیدې ساتنه هم د دیني مسؤلیت برخه ده، نه دا چې د هر اختلاف په وخت کې د هغوی د ایمان د ختمولو هڅه وشي. موږ د دین د ساتنې دعوه کوو؛ خو د دین د ساتنې لومړی شرط دا دی چې د الله تعالی د بندګانو په اړه د هغه له ټاکلو شرعي حدودو څخه تېری ونه کړو. يادونه: هیڅ خاص مخاطب نلرم .. موضوع عامه بلوا ګرځيدلي..

Open in Telegram
Views101−25%vs avg
Forwards—
Reactions5
Comments—
#3471Text

الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا اې مؤمنانو! کله چې د الله په لار کې سفر کوئ، نو ښه تحقیق او څېړنه وکړئ، او هغه چا ته چې تاسو ته د اسلام او سولې څرګندونه کوي، مه وایئ چې ته مؤمن نه یې. *** د خواشینۍ ځای دی چې زموږ په ټولنه کې ځینې کسان د دیني اختلاف، سیاسي مخالفت او شخصي برداشتونو له امله په دومره اسانۍ د خلکو پر ایمان د کفر ټاپه لګوي، لکه د نورو انسانانو د عقیدې په اړه قضاوت چې د هر چا شخصي حق او ورځنی کار وي. تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ځینې کسان د راتلونکي په اړه یوازې د خپلو اټکلونو پر بنسټ د خلکو د کفر او اسلام پرېکړې کوي؛ یعنې لا کومه پېښه نه وي شوې، خو دوی یې له وړاندې د پایلو او د خلکو د عقیدې په اړه حکمونه صادروي. دلته څو مهمې پوښتنې مطرح کېږي: ایا د یوه انسان شهرت د هغه د عقیدې د قضاوت معیار کېدای شي؟ ایا د یوه چا احتمالي سیاسي راتلونکی د دې شرعي دلیل کېدای شي چې د هغه د اوسني ایمان په اړه پرېکړه وشي؟ او بالاخره، ایا موږ دومره د دیني قضاوت حق او صلاحیت لرو چې د خپلو ګومانونو، ذهني برداشتونو او سیاسي نظرونو پر بنسټ د خلکو د ایمان او اسلام په اړه حکم وکړو؟ بله دا چې ایا موږ د خپل اټکل تر ټاکلې نېټې پورې د یوه انسان د ژوندي پاتې کېدو ډاډ هم لرو، چې لا د هغه د راتلونکي په اړه دومره قطعي قضاوتونه کوو؟ کله چې د انسان د ژوند او راتلونکي په اړه یقین نه لرو، نو څنګه د داسې راتلونکي په اړه د هغه د ایمان او کفر پرېکړه کوو چې لا رامنځته شوی هم نه دی؟ اسلام د انسان د ایمان او عقیدې موضوع د احساساتو، شخصي برداشتونو او دښمنیو تابع نه ده ګرځولې؛ بلکې د علم، تحقیق، عدالت او ځانګړو شرعي اصولو له مخې یې تنظیم کړې ده. الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا اې مؤمنانو! کله چې د الله په لار کې سفر کوئ، نو ښه تحقیق او څېړنه وکړئ، او هغه چا ته چې تاسو ته د اسلام او سولې څرګندونه کوي، مه وایئ چې ته مؤمن نه یې. د دې آیت د نزول په تاریخي کیسه کې یو ډېر مهم درس پروت دی. که د جګړې او دښمنۍ په حالت کې هم د یوه انسان د ایمان په اړه له تحقیق پرته قضاوت منع شوی وي، نو په عادي ټولنیز ژوند کې د یوه مسلمان د عقیدې په اړه د بې‌اساسه تورونو لپاره څه شرعي دلیل پاتې کېږي؟ رسول الله ﷺ فرمایلي دي: إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهِ أَحَدُهُمَا. کله چې یو څوک خپل مسلمان ورور ته ووایي: اې کافره! نو دا خبره له دواړو څخه یوه ته ورګرځي. دا د رسول الله ﷺ څرګند خبرداری دی چې تکفیر کومه عادي خبره نه ده. دا یو ډېر دروند شرعي حکم دی او که څوک یې له احتیاط پرته وکاروي، پایلې یې د تور لګوونکي د خپل دین او آخرت لپاره هم خطرناکې کېدای شي. که د سلفو صالحینو ژوند او د فقهي امامانو علمي میراث ته وګورو، وینو چې هغوی د تکفیر په مسئله کې تر ډېرو عادي خلکو ډېر احتیاط کاوه. د هغوی علم هغوی ته دا ورښودلې وه چې د نورو په اړه قضاوت یوازې جرئت نه، بلکې ستر مسؤلیت هم دی. هغوی په دې ښه پوهېدل چې د یوه قول یا نظر ناسم ګڼل او د هغه چا کافر بلل چې دا خبره یې کړې وي، دوه جلا مسئلې دي. کېدای شي یوه خبره ناسمه او حتی د کفر خبره وي، خو د هغې خبرې د ویونکي په اړه د کفر حکم جلا څېړنه او ځانګړي شرعي شرایط غواړي. امام طحاوي رحمه الله د اهل سنتو د عقیدې په خپل مشهور کتاب کې لیکي: وَلَا نُكَفِّرُ أَحَدًا مِنْ أَهْلِ الْقِبْلَةِ بِذَنْبٍ مَا لَمْ يَسْتَحِلَّهُ. موږ د اهل قبله له خلکو څخه هېڅوک یوازې د ګناه له امله کافر نه بولو، تر څو هغه ګناه حلاله ونه ګڼي. همدارنګه د امام ابوحنیفه رحمه الله په فقهي طریقه او د حنفي مذهب په علمي میراث کې د تکفیر په اړه احتیاط ځانګړی اهمیت لري. ابن عابدین شامي رحمه الله هم په خپلو فقهي بحثونو کې دې اصل ته اشاره کړې چې د یوه مسلمان په اړه به د سم او مناسب تعبیر امکان باید له پامه ونه غورځول شي او بې‌ځایه باید د تکفیر لاره غوره نه شي. په فقهي قواعدو کې یو مشهور اصل دی: الْيَقِينُ لَا يَزُولُ بِالشَّكِّ. یقین په شک او ګومان له منځه نه ځي. د دې اصل معنا دا ده چې د یوه انسان ثابت اسلام یوازې د شک، ګومان، احتمالي خبرو او شخصي برداشتونو له امله نه ختمېږي.

Open in Telegram
Views97−28%vs avg
Forwards—
Reactions2
Comments—
#3469Photo

😭 شیخ خالد الراشد په ۲۰۰۵ کال کې، وروسته له هغه ونیول شو چې د «یا أمة محمد» (اې د محمد ﷺ امته!) تر سرلیک لاندې یې یو مشهور تقریر وکړه په دې تقریر کې شیخ د ډنمارک د یوې ورځپاڼې له خوا د رسول الله ﷺ د سپکاوي کوونکو عکسونو پر خپرېدو اعتراض وکړ او په سعودي عربستان کې یې په کلکه د ډنمارک د سفارت د تړل کېدو غوښتنه وکړه. د همدې موضوع له امله نوموړی په بند محکوم شو. له شیخ سره د قاضي ظلم قاضي لومړی پر نوموړې د ٥ پنځو کلونو بند حکم وکړ. شیخ خالد ورته وویل: «له الله څخه ووېرېږه!» قاضي ورته وویل: «پنځه کاله نور هم، ځکه چې خبرې دې وکړې!» شیخ خالد وویل: «حسبي الله ونعم الوکیل» قاضي په تکبر سره ځواب ورکړ: «او پنځه کاله نور هم!» په دې توګه یې، د بند موده ١٥ پنځلسو کلونو ته ورسېده. په د ۲۰۲۰ کال کې د لومړۍ ١٥ پنځلس کلني مودې له پای ته رسېدو وروسته هم خوشې نه شو، بلکې د نورو اوولسو کلونو بند سزا ورکړل شوه، چې په دې حساب یې د بند ټوله موده ٣٣ کلونو ته ورسیده. شیخ خالد الراشد هغه اسلامي داعي دی چې د الله تعالی پر رسول یې د غیرت له امله ٣٣ کاله په زندان کې د مسلمانانو له خوا تېر کړل، او اوس هم په دې مظلومیت کې ژوند کوي... 😢

Open in Telegram
Views145+8%vs avg
Forwards—
Reactions12
Comments—
#3467Photo
Views204+52%vs avg
Forwards—
Reactions5
Comments—
#3463Photo

#ډېرخلک چې کله د خپل بدن د پیاوړتیا اراده وکړي، نو فکر یې د ورزش کلبونو ته د تګ، د تمرینونو کولو او د درنو وزنونو پورته کولو ته ځي. بېشکه د بدني پیاوړتیا لپاره د ظاهري اسبابو اختیارول روا او ګټور دي؛ خو یو شر'عي سبب هم سته چې ډير خلک ترې غافل دي، هغه استغفار دی. الله تعالی د خپل پیغمبر هود علیه السلام له خولې فرمایي: ﴿وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ﴾ \[هود: ۵۲\] اې زما قومه! له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ، چې پر تاسې به له اسمانه پرله‌ پسې بارانونه ووروي او ستاسې پر اوسني قوت به نوره پیاوړتیا هم در زیاته کړي، او د ګنا''هګارانو په توګه مه مخ اړوئ! نو استغفار یوازې د ګنا''هونو د بښنې وسیله نه ده، بلکې د الله تعالی په اجازه د بدني ځواک او پیاوړتیا د زیاتوالي یو شرعي سبب هم دی. استغفار مه هيروئ؛ د خپل رب لوري ته په توبه او بښنه غوښتلو ور وګرځئ، #استغفرالله!

Open in Telegram
Views219+63%vs avg
Forwards—
Reactions5
Comments—