پوښتنه یې تری وکړه چې څنګه دی صحت دې، ورته کړه یې ښه یم شکر دی اوس دایولاس لږ خوځولی شم. انسان هغه وخت د خپل ورکړل شوې نعمت په ارزښت پوهیږي کله چې تری واخیستل شي.
Open in TelegramPosts of 🌹دګلونو ګېډۍ🌹
امریکا ولې پر ټوله نړۍ خپل اقتصادي او ټیکنالوژیک نفوذ لري؟ د دې موضوع د درک کولو لپاره نوې ویډیويي لوبه (GTA 6) یوه ښه بېلګه ده. ویل کېږي چې د دې لوبې د جوړولو لګښت شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته دي، چې له همدې امله به ښايي د نړۍ له تر ټولو ګرانو ویډیويي لوبو څخه وي. د پرتله کولو لپاره، د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ، برج خلیفه، د جوړولو لګښت شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالره و. د GTA 6 د جوړولو کار په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوی و او د دې لوبې د جوړولو بهیر شاوخوا ۱۲ کاله وخت نیولی دی. ویل کېږي چې د دې لوبې په جوړولو کې د نړۍ نږدې شپږ زره پروګرامرانو، ډیزاینرانو او سافټویر انجینرانو برخه اخیستې وه، چې ډېری یې د هند اوسېدونکي وو. کله چې په ۲۰۱۳ کال کې GTA 5 خپره شوه، یوازې په لومړیو دریو ورځو کې یې یو میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ او د تفریحي محصولاتو په تاریخ کې یې د چټکې ګټې اخیستنې ریکارډ جوړ کړ. سره له دې چې د GTA 5 د جوړولو لګښت شاوخوا ۲۶۵ میلیونه ډالره و، تر اوسه یې نږدې ۲۳۵ میلیونه کاپۍ پلورل شوې دي او له اته میلیارده ډالرو څخه یې زیات عاید ترلاسه کړی دی. خو د GTA 6 د جوړولو لګښت نږدې دوه میلیارده ډالره اټکل شوی دی. اټکل کيده چي دولسو کلونو هڅې او د لوبې د جوړولو لګښت به ښايي په یوه اونۍ کې بېرته ترلاسه شي او ورسره به لویه ګټه هم وکړي. او همداسی وشو، په لومړي ورځ دجي ټي اي ګيم په ٢،٣ ملیارده ډالر عاید راټول کړ. دا د ګیمونو په تاریخ کې د یوې ورځې تر ټولو زیاته ګټه ده. همدارنګه اټکل کېږي چې دا لوبه به په راتلونکو دوو کلونو کې له لسو میلیارده ډالرو څخه زیات عاید ترلاسه کړي. اوس که دا لوبه له برج خلیفه سره پرتله کړو، د برج خلیفه په جوړولو کې ۱.۵ میلیارده ډالره ولګېدل او شپږ کاله وخت یې ونیو. برج خلیفه هم خپله پانګونه بېرته ترلاسه کړې او په اقتصادي لحاظ ناکامه پروژه نه ده. خو که رښتینې پرمختیا او اقتصادي ارزښت ته وګورو، نو د برج خلیفه پر ځای د GTA 6 جوړوونکې امریکایي کمپنۍ، راکسټار ګېمز، د پرمختګ یوه لویه بېلګه ده. په ظاهره داسې ښکاري چې چین به ډېر ژر امریکا شاته پرېږدي او د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد به شي، خو د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې به د راتلونکو څو لسیزو لپاره هم نړۍ د امریکایي شرکتونو او متخصصینو اړتیا ولري. امریکا په تېرو څو کلونو کې هڅه کړې چې ډېر لوی ټیکنالوژیک، ساینسي او څېړنیز شرکتونه بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي. حتی د Nvidia په څېر لوی شرکت هم تمه لري چې په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې په امریکا کې د چپس جوړولو چارې پیل کړي.
Open in Telegramالجزیرې ته د حماس د پوځي څانګې د شهید مشر محمد ضیف د ۳۰ کاله مبارزې زیات اسناد رسیدلي چې په دې کې د ضیف، یحیی سنوار او نورو د اکتوبر ۷مې لپاره د پلان او نورو مختلفو صحنو تر دې دمه ناخپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې شاملې دي. - الجزیرې دا اسناد د "ما خفي أعظم" په عنوان ۵۷ دقیقې خپرونه کې نشر کړي دي او ايمان ادارې پښتو ژبي ته ژباړلي.
Open in Telegramهارون رشيد ته يو کس ودريدو، ورته ويې ويل: اميرالمومنينه! نن غواړم سختي خبرې درته وکړم، هيله لرم چې ويې زغمې! هارون رشيد ورته وويل: نه، داسي مه کوه! موسی عليه السلام تر تا ښه او فرعون تر ما بد و، خو الله جل جلاله چې موسی عليه السلام فرعون ته لېږه نو امر يې ورته وکړ چې هغه ته نرمه خبره وکړه! البداية والنهاية/ ابن كثير
Open in Telegramنېک عمل عبد الله بن عباس رضی الله عنه وایې: نیکو عملونو سره د انسان بدن قوي کېږي، مخ او زړه کې نورانیت پیدا کیږي، د رزق د فراخۍ او د خلکو په زړونو کې د محبت پیدا کیدو لامل کیږي.
Open in Telegramیوه ځای وینا لیک ده؛ د اوبو یو عادي بوتل د ښار هټۍ کې په لس افغانۍ دی، ټیک همدا اوبه په هوايي ډګر کې په ۵۰ افغانۍ دي او چې الوتکه کې کېناستئ نو به همدا د اوبو بوتل په ۱۰۰ افغانۍ پېرئ. اوبه هماغه اوبه دي خو د ځای بدلون یې ارزښت بدل کړی دی. ویناوال د انسان د ارزښت ارزونه هم همداسی کوي، که با ارزښته خلکو او با ارزښته ځای کې پایېدلئ درناوی به مو په هماغه کچه وي. پښتانه هم وايي: پر درنو درون پر سپکو سپک. سید عبدالله نظامي
Open in Telegramمِنَ التُّرَابِ : له خاورې څخه پیدا یو. عَلَى التُّرَابِ : پر خاوره باندې ژوند کوو. إِلَى التُّرَابِ : بېرته خاورې ته ورګرځیدونکي یو.
Open in Telegramنن د جمعې مبارکه ورځ ده! د جمعې په مبارکه ورځ د سورة الکهف تلاوت مه هېروئ. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ يَوْمَ الْجُمُعَةِ أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَ الْجُمُعَتَيْنِ» څوک چې د جمعې په ورځ سورة الکهف ولولي، د دوو جمعو ترمنځ به ورته د نور رڼا وي. الله تعالی دې موږ ټولو ته د قرآن کریم د تلاوت او عمل کولو توفیق راکړي.
Open in Telegramدا د هغه انسان حقیقت دی. چې ظـ.ـلم او زیاتی کوي. ځان هم لوئ ګڼي تکبر کوي او د اللهﷻ له حکمونو انکار کوي.. الا ماشاءالله
Open in Telegramنبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه دعایه حدیث کې فرمايي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ سَمْعِي، وَمِنْ شَرِّ بَصَرِي، وَمِنْ شَرِّ لِسَانِي، وَمِنْ شَرِّ قَلْبِي، وَمِنْ شَرِّ مَنِيِّي یا الله زه د خپلو غوږونو د سترګو، دژبې د زړه له شره امان غواړم. زه چې کله دا دعاکوم ځان د بلا په څېر راته ښکاره شي او له ځانه وډار شم. په څرخ کې یوملنګ دی هغه وايي: زه د دې جوګه نه یم چې چاته نصیحت وکړم خو که له ماڅخه پوښتنه وکړئ چې تاته له کوم شي ډېر مصیبت پېښ شوی زما جواب دادی چې له خپله ځانه، له خپلې خولې، له خپلو سترګو او…. صوفیان حضرات هم وايي چې د انسان اصل عدم دی،او عدم شر محض دی.
Open in Telegramد انسان د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه دا ده چې د نورو د قضاوت لپاره وخت لري، خو د خپل شخصیت د محاسبې لپاره فرصت نه پیدا کوي، د انسان عظمت په دې کې نه دی چې هر څوک تر ځان ټیټ وګڼي، بلکې په دې کې دی چې د خپل علم، او پوهې تر څنګ د تواضع، زغم او انساني کرامت ساتنه هم وکړي؛ ځکه لوړوالی په مادیاتو کې نه ده ، بلکې په ښه شخصیت کې ده ، او ارزښت په دعوه نه، بلکې په عمل کې څرګندېږي.
Open in Telegramعکاشه ابن محصن نوموړی هغه صحابي دی، چې د رسول اللهﷺ د دعا له برکته د بې حساب او کتابه جنت ته تلوونکو خلکو له ډلې څخه دی. دا ستر صحابي بلخ کې ښخ دی ابن بطوطه بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې لیکي: د بلخ ښار څخه د باندې د عکاشه ابن محصن رضی الله عنه مزار دی، او یوه خانقاه پرې جوړه ده، موږ هلته ورغلو، له خانقاه څخه د باندې د ابو یو عجیب ډنډ او ورسره د چهار مغز ونه هم ولاړه ده. سفر نامه ابن بطوطه: 381
Open in Telegramد دعا طاقت: ﴿وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ﴾ او کله چې زما بندګان له تا څخه زما په اړه پوښتنه وکړي، نو بېشکه زه نږدې یم؛ د دعا کوونکي دعا قبلوم، کله چې ما وبولي. دعا د الله په اجازه حالات بدلوي، تقدیرونه د هغه په حکمت او اراده بدلیږي او داسې لارې پرانیستل کیږي چې انسان یې تصور هم نه سي کولای. کله چې د جنت په څېر ستره موخه هم په دعا غوښتل کیږي، نو د دنیا غوښتنې به د هغه کریم رب په وړاندې څومره وړې وي چې هېڅ شی یې له وسې پورته نه دی! له خپل رب څخه په ډير ټینګار دعا غواړئ، نا امیده کيږئ مه او د خیر هیله ساتئ. ځکه کله چې د الله له لوري ورکړه راسي، عقلونه حیران کړي او هغه غمونه او اندېښنې ليرې کړي چې زړونه یې درانه کړي وي. نو دعا مه پريږدئ؛ کیدای سي همدا یوه دعا مو د ژوند د بدلون لامل سي...!
Open in Telegramد مصیبتونو پټ حکمت! امام ابن القیم رحمه الله وایي: که د دنیا کړاوونه او مصیبتونه نه وای، نو بنده به د کبر، ځان خوښۍ، سرکشۍ او د زړه د سختوالي په داسې ناروغیو اخته شوی وای، چې په عاجله او راتلونکې کې به یې د هلاکت لامل ګرځېدلې وای.۱ یعنې: که د دنیا ستونزې، غمونه او مصیبتونه نه وای، انسان به دومره مغرور، ځان خوښوونکی، سرکشه او د سخت زړه خاوند شوی وای، چې بالاخره به یې هم په دنیا او هم په آخرت کې د هلاکت سبب ګرځېدلی وای. په یاد ولرئ! ستونزې او مصیبتونه انسان له غرور څخه راګرځوي، خپل ضعف ورپه یادوي او زړه یې نرموي؛ که دا ازمېښتونه نه وای، ښایي انسان په خپل غرور کې دومره ډوب شوی وای چې خپله تباهي یې په خپله رامنځته کړې وای. ۱- زاد المعاد (۴/۱۷۹)
Open in Telegramد جمعې پۀ ورځ سورة الکهف لوستل سنت دي. زۀ يې محسوسؤم، هغه اونۍ چې ما پۀ کې سورة الکهف تلاوت کړی وي، د هغې اونۍ سره ډېر فرق لري چې سورة الکهف پۀ کې تلاوت نکړم. د دې پۀ تلاوت ټوله اونۍ خؤښي، تازه ګي، خوشالي او اساني وينم. دا سنت ژوندي کړئ او مۀ يې پرېږدئ. يو حديث امام احمد راوړی: چا چې د سورة الکهف اول او اخر تلاوت کړ، د قدمونو نه تر سر به د هغۀ لپاره نور "رڼا" وګرځي. کۀ چا ټول تلاوت کړ، د ځمکې او اسمان ترمنځ به ورته نور "رڼا" وګرځي. د علي رضي الله عنه نه مرفوعاً روايت دي: چا چې د کهف سورة تلاوت کړ، د قيامت پۀ ورځ به د هغۀ لپاره ځانګړی نور "رڼا" وي. د ابوسعيد الخدري پۀ روايت کې دي: د تلاوت کوونکي او د کعبې ترمنځ د اندازې پۀ مقدار نور به د دۀ لپاره وي. داسې ډېر فضايل ابن کثير رانقل کړي دي. تر ټولو غټ فضيلت يې دا دی چې د دې سورة لومړي لس اياتونه، يا د يو بل روايت لۀ مخې وروستي لس اياتونه ورسره هم، بنده د دجال د فتنې نه ژغوري. دا هغه فتنه ده چې نوح عليه السلام ترې امت ويراوۀ او د هغې وروسته هر رسول، نبي خپل خلک د دې فتنې نه ويرؤلي دي. الله دې مونږ د دجال د فتنې وژغوري، او دغه رڼا دې پۀ هغه ځای کې راکړي، کله چې منافقان اوازونه کوي: انظرونا نقتبس من نورکم.
Open in Telegramد جمعې مبارکه شپه ده! پر خپل خوږ پیغمبر حضرت محمد ﷺ ډېر درود شریف ووایئ، د غزې مظلومان او ټول امت مسلمه په دعاوو کې مه هېروئ. الله تعالی دې زموږ ګناهونه وبخښي او دعاوې مو قبولې کړي. 🤲 موږ ګناهګاران هم په خپلو دعاوو کې یاد ساتئ. ❤️
Open in Telegram