د امت بــــرم ساتونکــــي نمونې دي د وفاء دي سرخیــــل دلښکــــرونو د وراء او د بـــراء چې پابند په شریعت دي راڼه ستوري د اسلام چي آبــــرو د مــــلتو دي عُلمــاء دي عُلـــماء په لحظه لحظه محتاج دی ورته هرځای کور او قام سنګرو، په مدرسو، هم مسجدو کې امامان منور دي، مُزین دي د جانان په قیل او قال خوروي په لر او بر کې د خوږې مینې پیغام هو ټیکری د هرې پیغلې او پټکی دهر زلمي له قاموس د علم پوهې دي د هر کاله رڼا زمونږ امیرالمومینین شیخ الحدیث شیخ القران که والیان که وزیران دي عالمان دي عالمان ابادیږي راټوکیږي ورځ تر بلې زمونږ هیواد چې حاکم له کومې ورځې دي پر ګران افغانستان امن امن کور او کلی دی ،که شاړې دي که ښار سل کلن شه ،زرکلن شه دا نظام او عمراء هم قلم او هم کتاب دي د غزا د تورې شرنګ د شیطان په بچو قهر دا د حق بلند آهنګ تاریخ ساز دي، تاریخ پوه دي ،هو لوبغاړي د هر فن دروند لباس،ګږې پګړۍ هر وخت ساتلی یې فرهنګ څه عالمه رهبري ده ای حسان کوچیه زمونږ د ظالم په مخ څپیړه د مظلومو مسیحا حسان کوچی
Open in TelegramPosts of العصر بصري څانګه
نعت شریف: عدالت د ایمانانونو دی، احساس دی مفکورې ستا د توصیف پۀ آیات ډکې بخت که ښۀ شو او د خدای رضا پکې وه ښکلوم به خاورې ستا د پاکې ځمکې! مفصل یې، د خوږو خبرو طرز یې سمندر یې، راټول شوی یې پۀ څۀ کې؟ د حیا د څادر پیڅکه مې نیولې! له اورونو نه مې ویستې دي بڼکې درود څۀ دی مثلاً د شاتو غوړپ دی ما ویلی دی او وړی دی ملکې! پۀ نامه دې ایماندار احمد درځار دی پسې تېر دی له پلار جان او له ادکې! مهاجر احمد ساپی
Open in Telegramد وطن ارزښتونه: دا مو سترګې او باڼه، دا مو دي زړونه په مرګي مو پېرزو نه دي دا ګلونه خدایه! ساته یې د اور، اوبو په مینځ کې زموږ د کور، کلي او چم دي ارزښتونه را ژوندی یې کړ تېر برم د اسلافو د قرآن پلي کوي واړه حکمونه د صورت، سیرت ښایست یې بې مثاله پر سرونو یې د ویاړ دي دستارونه ایماني ډیوې یې بلې دي په زړو کې د تقوا په نور روښانه یې فکرونه د وطن د ابادۍ تکل یې کړی په تدبیر جوړوي نوي بنسټونه د ادیب ملا د زړه کور پرې ودان دی د تاریخ پر لمن لیک یې دي نومونه رحمت اللّٰه ادیب
Open in Telegramحسن مطلع: نه په زور، نه په ژړا باندې راګرځي ستا مین، ستا په خندا باندې راګرځي ښه په مینه او نوا باندې راګرځي شپنۍ هیلې په سبا باندې راګرځي دا احسان د خپل شاعر نظر په سر وړم څو شېبې دي پر ښکلا باندې راګرځي د خپل ذات له رنګینیو، نه خوند اخلم چې خیالونه مې پر تا باندې راګرځي ځه! چې ړنګې دي تکیې شوې د حواسو مخ دي بېرته زما پر خوا باندې راګرځي زړه او ځان مې ځکه وتي دي له هوشه ستا د زلفو وږمې بیا باندې راګرځي عقله! ته لږ پیمانې د خودۍ واخله تللي خلک به پر شا باندې راګرځي نن یې ټولې نښې نغاړم په غزل کې د یار سترګې خامخا باندې راګرځي چې لاسونه راچارپېر کړمه له موره جنتې هوا پر ما باندې راګرځي بې طالع نه یؤ حمیداللّٰه حقمله!! زمونږ هڅې په بقا باندې راګرځي حمیداللّٰه حقمل
Open in Telegramد مجاز رنګ څه دبدمرغه مجاز رنګ په زمانه پروت دی ګرد دعصیان مو دباطن په آینه پروت دی مجاز مو هم لکه ماشوم په باطن لوبې وکړې دنیت په غېږ کې مو ایمان دانه دانه پروت دی نفس مو له وخته دعصیان له نشې ستړی ستړی دبغـاوت په میکده کـې دېوانه پروت دی ستا درښتیني قضاوت په وړاندې داسې ګرم یو نېک عمل نشته بد په لویه پېمانه پروت دی عُرفي توبې کړو نصوحا توبه مو ونه کړله دغفلت سیوری مو خاونده په سینه پروت دی باید دزُهد دتقوا غشي پرې وه اوورو نفس مو ښامار دی دنېکۍ په خزانه پروت دی حسیب اللّٰه داداللّٰه دومره عجیبه دَور دی په هر عمل کې دمجاز رنګ نښانه پروت دی حسیب اللّٰه داداللّٰه
Open in Telegramمُراد: پامیر دی که سپین غر او که شمشاد لکه جهاد ساتنه په موږ فرض ده د هېواد لکه جهاد چې څنګه دا هیواد خدای پیدا کړی جهادي همداسې یې روزلی دی اولاد لکه جهاد کوه هر هغه څه چې پکې وه د رب! رضاء ساته په زړه کې داسې یو مُراد لکه جهاد کړه تېره یې له څوکو د هلمند! د فتنو مور پرې راوړ مجاهد طوفاني باد لکه جهاد که چیرې بدره! واخیستې په غېږه کې هجرت په زړه کې دې حتمي ساتمه یاد لکه جهاد محمد بدر
Open in Telegramنعت شریف پر ژبه خوږ لګي زړه یې ارام اخلي څوک چې درود وايي ستا ښکلی نام اخلي ژوند ته رڼا رڼا ستا په سیرت پوهه چې ستا په لار درومي کامیابه ګام اخلي درته لوګی قربان زموږ د ژوند خواږه وایو پر تا همېش سلام سلام له زړه ته یې د رب معشوق ته یې رسول الله ستا په راتګ دنیا جلا انعام اخلي ته وې د رب مېلمه لاړې تر لامکان ته نازولی یې د پاک غني سبحان ته تر هر چا بهتر اوچت مقام لرې خلک دې نوم پر خوله په احترام اخلي شکر دی شکر ډېر چې امتي یم ستا ستا شفاعت غواړم ورځ کې د حشرګاه کړه ورنصیب خواږه د مبارک وصال فاروق رافع غواړي د کوثر جام اخلي فاروق رافع
Open in Telegramمدرسې پهْ دې دنیا د جنتونو دروازې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي د خدای پهْ زمکه د علومو خزانې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي ځنځیر ځنځیر کړۍ کړۍ دی تاریخ یې آن څوارلس پېړۍ دی د الاهي دین مرکزونه اؤ حلقې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي پهْ لاس د روح د طبیبانو کوي علاج د مریضانو د روح رنځور ته روحاني شفاخانې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي چې پهْ پاک نېت ورته راغلي بېرته خالي لاس نهْ دي تللي د انواراتو فیوضاتو مجموعې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي د رحمتونو پرې باران دی ځای د سکون اؤ اطمنان دی چې پکې اوسي د هغو برخې خوږې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي چې لري څوک ورسره مینه دي بختور هغه یاسینه پهْ محشر هم هغو ته لوړې درجې دي مدرسې یادونه د اصحابِ صفې دي یاسین عبیده
Open in Telegramاصلاحي کرښې ملایان یې چې په خیال کې بد نظر دي دغه خلک دي ناپوهه در په در دي چی کوم خلک په ملا پسې بد وایي داسې خلک له اسلامه ناخبر دي د ملا غیبت یې هر ځای کې شروع وي دوئ د خپل کردار په خپله رسواګر دي ناپوهانو د ملا قدر پکار دی ملایان خو وارثان د پیغمبر دي څوک چې مینه د ملا په زړه کې ساتي فدا هغه خلک رب ته معتبر دي بسم اللّٰه فدا
Open in Telegramباتور وطن مونږ ته جنت دی دښمنانو ته تنور دی وطن باتور باتور دی وطن دا د ابدال او د عمر ، جلال ، منصور دی وطن باتور باتور دی وطن غیږه یې ډکه په اتلو میړنيو زلمو د ننګ تاریخ کې ځلیدلی لکه نور دی وطن باتور باتور دی وطن هغوی موږ څه کوو چې څوک یې قدر نه پیژني موږ ته خو ګران دی موږ ته خوږ لکه انګور دی وطن باتور باتور دی وطن راشئ زخمونه یې پټۍ کړو افغانانو وروڼو دی له مودو په زړه بیمار رنځور رنځور دی وطن باتور باتور دی وطن ازمون یې لیکمه په ویاړ د شجاعت کارنامې د هر غلیم په وړاندي وګوره مغرور دی وطن باتور باتور دی وطن مسعود ازمون
Open in Telegramعسکر دې یو د سپین کاروانه امامه درسره یو ډاډه اوسه حضرت شیخ الاسلامه درسره یو امیرالمۇمنینه ستا هر امر ته لبیک په لوړ همت واجب الاحترامه درسره یو له ګوټ ګوټ د هيواده که جنوب دی که شمال ازبک تاجک پښتون یو له هر قامه درسره يو بیعت مو دی په مرګ درسره, نه درومو پر شا په وړاندې ځه ډاډه عالي مقامه درسره یو که خاص دي او که عام دي ټول په تاباندې راټول دي ملاتړ کوي له دې شرعي نظامه درسره يو دا سوال کړم مزمل خدای دې حافظ شه ګران امیره ژوندی دې یې زمونږ د زړو ارامه درسره یو مزمل عزیر
Open in Telegramنعت شریف هغه څوک چې رب ته ګران دی زما جانان دی چې لارښود د هر انسان دی زما جانان دی ښایستونه یې جمال ته نه رسیږي هر ګلاب یې ترجمان دی زما جانان دی عایشه یې د اخلاقو صفت کاندي بس اخلاق یې درست قرآن دی زما جانان دی په آذان کې چې بلال زمزمه کړی په هغه نوم مې ایمان دی زما جانان دی د توحید سره چې ذکر رسالت شي د عظمت یې دا برهان دی زما جانان دی پیدایش کې اولین مبعوث آخر شو لوړ یې نوم، بلند یې شان دی زما جانان دی چې شجر، حجر، بشر پرې سلام وایي پرې رحمت د رب رحمان دی زما جانان دی د خالد تسل بې سېک زړه ته آرام دی هر رنځور لره درمان دی زما جانان دی م خالد تسل
Open in Telegramيمه عاصي غواړم له تا نجات و ماته راکړه له ګناه نجات سر مي نیولی ستا په در کې خم غواړم په چیغو او ژړا نجات له ژونده ستړی يمه نور داسي ربه، سکون راکړه نور را نجات که زه ګناه کي تر غوږو ډوب يم ستا رحمة لوی دی او سېوا نجات د نصوحیٰ توبه نصیب مي که درڅخه غواړمه الله نجات غواړم أنـس حـمّاسي تا څخه په سوال زارۍ او په دعا نجات أنس حماسي
Open in Telegramفعاليتونه! امارت چې کړي کوم فعاليتونه پۀ رښتيا زړونه ترې اخلي قوتونه قوشتېپه ده، کۀ واخان، کۀ کمال خان دی یقیناً دا دي عجيبه نوښتونه د وطن معمار لا اوس هم لاس پکار دی ورځ پۀ ورځ وړاندې کوي ستر ارزښتونه دا پوره د شلو کالو پر شا تګ ؤ اوس وتلې دي لۀ شمار پر مختګونه خدای تۀ شکر زۀ يې وينم تۀ يې وينې يو پۀ بل سره پېيلي هنرونه د سکون او اطمینان باران وريږي! کړي سپېرې دښتې د ګران هېواد ګلونه خدای دې سترګې کړې ړندې د بدمرغيو شي دې مات برياله! وږي نظرونه بريال مسجون
Open in Telegramیو وخت ؤ چې تر کوره له چاپې را تېرېدم په کلي او کوڅوکې به د شپې را تېرېدم پر سترګو مې یو نم ؤ د بلها دردونو راز په څنګ کې چې دیار د جنازې را تېرېدم په سور خط پرې لیکلی ؤ ارمان د ازادۍ پرون دې شهید یاره! په خازې را تېرېدم تصویر ؤ د غزې پکې رانغښتی مکمل د وران جومات له ړنګې دروازې را تېرېدم تر خاورو لاندې هیلو ته مې وکړله دعاء وخت لنډ ؤ مازیګر پر هدیرې را تېرېدم محمد بدر
Open in Telegramغزل کيږدۍ ده پـــه لمـنـه کي د غـــــرۀ ولاړه ده ماشومه يي وه څنګ ته پر لمانځۀ ولاړه ده نړۍ ده چي بې برخي ده له دغسي وياړونو شمله ده چي پــــر ســــر د پښتانۀ ولاړه ده حيران يم چې زما غم ورسره په کوم دليل دی نـــړۍ خــپـله پـــــر ســــر د تنـارۀ ولاړه ده دا مه پوښته چې څنګه دي د ژوند خوندونه څنګه؟ تڼاکــه ستا د هــجـر مي پــر زړۀ ولاړه ده ښکلا که مو يوه ده ، حوصله دي دومره نه ده سپوږمۍ د څوارلسم تر لمر خاتۀ ولاړه ده چا وويل، دين مله ، زندګي څنګه تيريږي ما وويل چي شکر دی بس ښه ولاړه ده عتیق الله دين مل
Open in Telegramنیمه شپه سر په سجده الله ته ژاړه له ګنا وکړه توبه الله ته ژاړه چي دې لرې شي له زړه د غم ګردونه کوه ذکر همېشه الله ته ژاړه مغرور مه ګرځه د عجز لار اختیار که ژوند که غواړې ښایسته الله ته ژاړه نېک کرداره او نېک خویه انسان جوړ شه چاته بد مه رسوه الله ته ژاړه ژوند د ښکلي شریعت غېږه کي تېر که وخت عبس نه کړې ضایه الله ته ژاړه هر سنت د خوږ جانان ځان کې پیدا که په غفلت نه شې اخته الله ته ژاړه ګرځه لرې له فساد او شر هنره! خوله په حمد که اموخته الله ته ژاړه هنر افغان
Open in Telegramنعت شریف: کاش میلمه دې یو څو ورځې یو څو شپې وای همسایه دې د روضې مطهرې وای په الله ګرانه حبیبه محمده دواړې سترګې مې په تا باندې خوږې وای زه به هلته خوش قسمتو کې حساب وای چې ملنګ ستا د مزار د دروازې وای ستا کوڅې مې په بڼو جارو کولی د قدم پر ځای به ما ایښې لېمې وای يو غریب او یو فقیر مئين دې زه یم له ما تاو دا ستا په څنګ کې زولنې وای زما رښتین حقاني مور، پلار له تا ځار سه برخمن دې د والضحىٰ له جلوې وای م رښتین حقاني
Open in Telegramاصلاحي شعر! پام چې ونه کړئ خیانت، د وخت واکمنو ښه موقع ده د خدمت، د وخت واکمنو له عمر، او له منصور، او له جلاله درته پاتې امانت، د وخت واکمنو پام، پر سپینه جامه تور داغ پیدا نه کړئ ځان مو ساتئ له تهمت، د وخت واکمنو له دفتره یې په ښه قدر رخصت کړئ ستر اُمید لري رعیت، د وخت واکمنو په هډو، د ګلالیو د شهیدانو راجوړ شوی امارت، د وخت واکمنو مهاجر! وایي، د شعر په ژبه داسي: ښه ټینګ وساتئ وحدت، د وخت واکمنو مهاجر هروي
Open in Telegramوطن دا د ابدالي خاوره دا د اکبر خان وطن دا افغانستان وطن دا افغانستان وطن دا د احمدشاه مسکن دا د میرویس خان وطن دا افغانستان وطن دا افغانستان وطن دا د غزنوي کور دی دا د ستر عمر کلی دلته د جلال ټبر دا دی د یاسر کلی دا د ګران شهید منصور وینو باندې ځوان وطن دا په ننګ غیرت باندې ښاد آباد ازاد مدام دی د تاريخ پاڼو کې یاد په پاک جهاد مدام دا باتور باتور وطن دا غازي جانان وطن دلته اسلامي نظام دلته اسلام پال خلک دلته د پګــړیو راج دلته جـهادپال خلک دلته د قـرآن قانون دا د مسلمـان وطن دلته هر طاغوت مات دی دا د یرغلونو ګور دا د هر وحشي ښکېلاک سرو سرولښکرونو ګور کفر ته دوزخ دوزخ دا جنت بوستان وطن غـــــرونه او درې لري ځاله د بازانو ده ښکلې ښایِسته غېږ یې ډکه له مرجانو ده ای! عاجزملنګه زار دی ودان ودان وطن حافظ عاجزملنګ
Open in Telegram