پوښتنه یې تری وکړه چې څنګه دی صحت دې، ورته کړه یې ښه یم شکر دی اوس دایولاس لږ خوځولی شم. انسان هغه وخت د خپل ورکړل شوې نعمت په ارزښت پوهیږي کله چې تری واخیستل شي.
Открыть в Telegram
🌹دګلونو ګېډۍ🌹
…( دګلونوګیډۍ ته ښه راغلاست )… دچا د ژوند د کړاونو نه څوک څه خبر دی.! …(زموږ چینل کي اسلامي معلومات کتلئ شئ)… #چینل_لینک👇 https://t.me/bouquetofflower @Oziar تبادله
Средние просмотры поста по дням
По дню публикации
Показать таблицей
| Дата | Просмотров на пост |
|---|---|
| 3 нояб. 2026 г. | 162 |
| 4 нояб. 2026 г. | 153 |
| 6 нояб. 2026 г. | 177 |
| 7 нояб. 2026 г. | 207 |
| 23 нояб. 2026 г. | 89 |
| 25 нояб. 2026 г. | 60 |
Самые просматриваемые за месяц
- 01Просмотры212Пересылки—Реакции3Комментарии—
- 02Просмотры207Пересылки—Реакции—Комментарии—
- 03Просмотры195Пересылки—Реакции2Комментарии—
- 04Просмотры184Пересылки—Реакции2Комментарии—
Новые посты
امریکا ولې پر ټوله نړۍ خپل اقتصادي او ټیکنالوژیک نفوذ لري؟ د دې موضوع د درک کولو لپاره نوې ویډیويي لوبه (GTA 6) یوه ښه بېلګه ده. ویل کېږي چې د دې لوبې د جوړولو لګښت شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته دي، چې له همدې امله به ښايي د نړۍ له تر ټولو ګرانو ویډیويي لوبو څخه وي. د پرتله کولو لپاره، د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ، برج خلیفه، د جوړولو لګښت شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالره و. د GTA 6 د جوړولو کار په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوی و او د دې لوبې د جوړولو بهیر شاوخوا ۱۲ کاله وخت نیولی دی. ویل کېږي چې د دې لوبې په جوړولو کې د نړۍ نږدې شپږ زره پروګرامرانو، ډیزاینرانو او سافټویر انجینرانو برخه اخیستې وه، چې ډېری یې د هند اوسېدونکي وو. کله چې په ۲۰۱۳ کال کې GTA 5 خپره شوه، یوازې په لومړیو دریو ورځو کې یې یو میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ او د تفریحي محصولاتو په تاریخ کې یې د چټکې ګټې اخیستنې ریکارډ جوړ کړ. سره له دې چې د GTA 5 د جوړولو لګښت شاوخوا ۲۶۵ میلیونه ډالره و، تر اوسه یې نږدې ۲۳۵ میلیونه کاپۍ پلورل شوې دي او له اته میلیارده ډالرو څخه یې زیات عاید ترلاسه کړی دی. خو د GTA 6 د جوړولو لګښت نږدې دوه میلیارده ډالره اټکل شوی دی. اټکل کيده چي دولسو کلونو هڅې او د لوبې د جوړولو لګښت به ښايي په یوه اونۍ کې بېرته ترلاسه شي او ورسره به لویه ګټه هم وکړي. او همداسی وشو، په لومړي ورځ دجي ټي اي ګيم په ٢،٣ ملیارده ډالر عاید راټول کړ. دا د ګیمونو په تاریخ کې د یوې ورځې تر ټولو زیاته ګټه ده. همدارنګه اټکل کېږي چې دا لوبه به په راتلونکو دوو کلونو کې له لسو میلیارده ډالرو څخه زیات عاید ترلاسه کړي. اوس که دا لوبه له برج خلیفه سره پرتله کړو، د برج خلیفه په جوړولو کې ۱.۵ میلیارده ډالره ولګېدل او شپږ کاله وخت یې ونیو. برج خلیفه هم خپله پانګونه بېرته ترلاسه کړې او په اقتصادي لحاظ ناکامه پروژه نه ده. خو که رښتینې پرمختیا او اقتصادي ارزښت ته وګورو، نو د برج خلیفه پر ځای د GTA 6 جوړوونکې امریکایي کمپنۍ، راکسټار ګېمز، د پرمختګ یوه لویه بېلګه ده. په ظاهره داسې ښکاري چې چین به ډېر ژر امریکا شاته پرېږدي او د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد به شي، خو د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې به د راتلونکو څو لسیزو لپاره هم نړۍ د امریکایي شرکتونو او متخصصینو اړتیا ولري. امریکا په تېرو څو کلونو کې هڅه کړې چې ډېر لوی ټیکنالوژیک، ساینسي او څېړنیز شرکتونه بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي. حتی د Nvidia په څېر لوی شرکت هم تمه لري چې په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې په امریکا کې د چپس جوړولو چارې پیل کړي.
Открыть в Telegramالجزیرې ته د حماس د پوځي څانګې د شهید مشر محمد ضیف د ۳۰ کاله مبارزې زیات اسناد رسیدلي چې په دې کې د ضیف، یحیی سنوار او نورو د اکتوبر ۷مې لپاره د پلان او نورو مختلفو صحنو تر دې دمه ناخپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې شاملې دي. - الجزیرې دا اسناد د "ما خفي أعظم" په عنوان ۵۷ دقیقې خپرونه کې نشر کړي دي او ايمان ادارې پښتو ژبي ته ژباړلي.
Открыть в Telegramهارون رشيد ته يو کس ودريدو، ورته ويې ويل: اميرالمومنينه! نن غواړم سختي خبرې درته وکړم، هيله لرم چې ويې زغمې! هارون رشيد ورته وويل: نه، داسي مه کوه! موسی عليه السلام تر تا ښه او فرعون تر ما بد و، خو الله جل جلاله چې موسی عليه السلام فرعون ته لېږه نو امر يې ورته وکړ چې هغه ته نرمه خبره وکړه! البداية والنهاية/ ابن كثير
Открыть в Telegramنېک عمل عبد الله بن عباس رضی الله عنه وایې: نیکو عملونو سره د انسان بدن قوي کېږي، مخ او زړه کې نورانیت پیدا کیږي، د رزق د فراخۍ او د خلکو په زړونو کې د محبت پیدا کیدو لامل کیږي.
Открыть в Telegramیوه ځای وینا لیک ده؛ د اوبو یو عادي بوتل د ښار هټۍ کې په لس افغانۍ دی، ټیک همدا اوبه په هوايي ډګر کې په ۵۰ افغانۍ دي او چې الوتکه کې کېناستئ نو به همدا د اوبو بوتل په ۱۰۰ افغانۍ پېرئ. اوبه هماغه اوبه دي خو د ځای بدلون یې ارزښت بدل کړی دی. ویناوال د انسان د ارزښت ارزونه هم همداسی کوي، که با ارزښته خلکو او با ارزښته ځای کې پایېدلئ درناوی به مو په هماغه کچه وي. پښتانه هم وايي: پر درنو درون پر سپکو سپک. سید عبدالله نظامي
Открыть в Telegramمِنَ التُّرَابِ : له خاورې څخه پیدا یو. عَلَى التُّرَابِ : پر خاوره باندې ژوند کوو. إِلَى التُّرَابِ : بېرته خاورې ته ورګرځیدونکي یو.
Открыть в Telegramنن د جمعې مبارکه ورځ ده! د جمعې په مبارکه ورځ د سورة الکهف تلاوت مه هېروئ. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الْكَهْفِ يَوْمَ الْجُمُعَةِ أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَ الْجُمُعَتَيْنِ» څوک چې د جمعې په ورځ سورة الکهف ولولي، د دوو جمعو ترمنځ به ورته د نور رڼا وي. الله تعالی دې موږ ټولو ته د قرآن کریم د تلاوت او عمل کولو توفیق راکړي.
Открыть в TelegramСвязи
Похожие каналы
رسانه نواح@navvahРелигия1,53 тыс.
✅آموزش نماز فقه حنفی✅@prairesРелигия1,38 тыс.
کانال مولانا اسدالله متوکل@molanaasadullahРелигия1,28 тыс.
پایگاه اطلاع رسانی سیدعیسی حسینی مزاری@hosainimazariРелигия1,97 тыс.
دقرانکریم ترجمه او تفسیرـ شیخ عبدالبصیر@qurankarimtaРелигия1,18 тыс.
خـــــــوږې قـــیـــصـــې💝💝@khogeqeseРелигия2,04 тыс.
🇦🇫 سوزدلها 🇦🇫@seyedalihashemi42Религия2,1 тыс.
د.فضل احمد مهاجر@ostad_muhajerРелигия2,15 тыс.